د ایساف لخوا مرکز ته د هیواد له ټولو ولایتونو څخه درایو د صندوقونو دلیږد بهیر پیل شو. اخوا د دواړو کاندیدانو ټاکنیزې ډلې د رایی ورکونې د صندوقونو د ساتلو او دلیږد په کار کې دایساف له منځګړیتوبه هرکلې کوي او وایي چې دغه کار به د دې لامل شي ترڅو د خلکو رایو کی لاسوهنه ونشي. اخوا د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي چی د رایو د صندوقونو د بیا څیړلو په کار کې د نړیوالو څارونکو سره همکاري کوي.
د ټاکنو د کمیسیون یو ستر ګودام دی چې ټاکل شوې له ولایتونو څخه د رایو راوړل شوي صندوقونه دلته کابل ته راوړل شي.
خو د رایو د صندوقونو د ساتنې څرنګوالی له هغو مواردو څخه دي چې باید په جدي توګه ورته پاملرنه وشي.
آیسف د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رایو د صندوقونو په لیږد او ساتنه کې به له امنیتي ادارو سره مرسته وکړي او ټول د رایو صندوقونه به کابل ته راولیږدوي.
اخوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسولان وايي چې د صندوقونو څیړنه به د نړیوالو څارونکو لخوا د یاد کمیسیون په یوې برخه کې ترسره شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر، سریر احمد برمک وايي، "په ټولیزه توګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخکې هم ویلي وو چې مونږ همکارۍ ته چمتو یو، او دا مهال هم هر ډول همکارۍ ته چمتو یو. مونږ به د دې بهیر د بشپړیدو لپاره د ملګرو ملتونو او د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیونو سره همکاري وکړو."
په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونود څیړنې کمیسیون وايي چې د رایو د صندوقونو په لیږد کې به همکاري وکړي او د دغه بهیر د څارنې په موخه به خپل څارونکي واستوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند، نادر محسني وايي، "مونږ به له قانون سره سم په دې بهیر کې د رایو د بکسو د لیږد نه څارنه وکړو، او د څیړنې ځای او د هغه موضوعاتو نه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې تر سره کوي، مونږ به خپل څارونکي ولیږو او له دې بهیر نه به څارنه وکړو."
د عبدالله عبدالله او اشرف غني د ټاکنیزې ډلې غړي د آیسف لخوا د رایو د صندوقونو له لیږدولو او د نړیوالو څارونګو لخوا د هغو پر څیړل کیدو خوښي څرګندوي.
د اشرف غنی احمدزی د ټاکنیزې ډلې ویاند، عبدالعلی وايي، "یوه اندیښنه موجوده وه چې د سمون او همپالنې ډلې ټاکنیزو کمیسیونونو ته یو لړ وړاندیزونه درلودل. نو ځکه وټاکل شوه چې د رایو بیا څیړنه د نړیوالو څارونوکو تر څار لاندې تر سره شي، او همداراز له ولایتونو نه د رایو د بکسو په لیږد کې هم د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د ایساف ځواکونو مرسته هم باید شتون ولري، تر څو د دواړو ټاکنیزو ډلو ډاډ تر لاسه شي."
د عبدالله عبدالله د ټاکنېزې ډلې غړی، مسلم سعادت وايي، "مرکز ته د رایو د ټولو بکسو لیږد د افغانستان خلکو ته یو ښه خبر دی، د هغه میکانیزم له لورې چې دواړه نوماندان له ملګرو ملتونو سره هوکړې ته رسیدلي دي، کولای شي د ټولو رایو په بیاڅیړنه کې ګټوره ثابته شي او پاکې رایې له ناپاکې رایو څخه بیلې شي."
د اشرف غنی احمدزي او عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې تینګار کوي چې د نړیوالو څارونکو لخوا د رایو د ټولو صندوقونو بیا څیړل او له سپینو رایو د تورو رایو بیلول ډیر مهم دي او دا کار به د ټاکنو پر بهیر د خلکو اعتماد زیات کړي.