د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر، فضل احمد معنوي وايي چې په دې څیړنه کې به نړیوال، د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، او همداراز د ولمسشرۍ د دواړو نوماندانو او د ټاکنیزو کمیسیونونو څارونکي شتون ولري.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر وايي که څه هم چې هوکړه شوې ده چې د رایو د صندوقونو څیړل باید په نړیوال معیارونو برابره ترسره شي خو تر اوسه روښانه نده له اولسو معیارونو څخه چې د دوه زره نهم میلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو د محلونو په څیړنه کې په پام کې نیول شوی وو څو معیارونه به په دې ټاکنو کې په پام کې ونیول شي.
ښاغلی معنوي وايي، "د رایو په څیړنه کې نړیوال معیارونه تقریبا روښانه دي، چې دا کار په ۲۰۰۹ کې هم تر سره شوی چې ځینې ټکي لکه د چک لسټ برخه به یې دا ځل هم وکارول شي. په دې څیړنه کې به د ملګرو ملتونو او د اروپایي اتحادیې د سازمان په ګډون، ډیری د نړیوالې ټولنې نظرونه په پام کې ونیول شي."
د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي چې پر نړیوالو معیارونو سربیره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون معیارونه لکه، د رایود صندوقونو د قلفونو څیړل، د رایو د صندوقونو د پرله پسې شمیرو څیړل، د پایلو په پاڼو کې د څارونکو مهرونه، او د څیړنو پرمهال د صندوقونو سلامتیا په پام کې ونیول شي.
د اشرف غني احمدزي د تاکنیزې دلې غړی، عباس نویان وايي، "د دې معیارونو لویه برخه د ټاکنو په قوانینو او د ټاکنیز کمیسیون په معیارونې کې ګډه ده، چې وبه کارول شي."
د ټاکنو کمیسیون هم د رایو د صندوقونو له پیا څیړل کیدو خوښي څرګندوي او په دې چاره کې له همکارۍ خبر ورکوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی، محمد عزیز بختیاري په دې اړه داسې وايي، "مونږ د رایو د څیړنې په برخه کې له ملګرو ملتونو سره ۱۰۰ سلنه توګه همکارۍ ته چمتو یو، او په دې اړه په ځینو برخو کې اسانتیاوو برابرولو ته هم چمتو یو. د دې کمیسیون مرکزي دفتر ستر ګدامونه لري، هغه به دوی په واک کې ورکړل شي، هیڅ کومه ستونزه نشته."
همداراز د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند، نادرمحسني وايي، "له هر هغه ګام نه چې په ټاکنو کې د روڼتیا او عدالت لامل شي مونږ له هغه نه ستاینه کوو او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو یو."
ویل کیږي چې د دغې څیړنې د معیارونو له ټاکل کیدو وروسته به څرګنده شي چې د دغو راېې به څو ورځې ونیسي.