د ولسمشرې دواړو کاندیدانو د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په شتون کې د ملی وحدت د حکومت په رامنځته کیدو هم ژمنه کړې ده. خو د ملی وحدت حکومت څه مانا لري؟ دعبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وایي چی دملي وحدت حکومت رامنځته کیدل دیوه مشارکتي حکومت په معنې دې چی دواړه کاندیدان پکې مهمه ونډه درلودلې شي. اخوا د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډلې تعبیر د ملی وحدت له حکومت څخه دا دې چې بایلونکې کاندید کولې شي له قانوني لارو په راتلونکې حکومت کې ونډه واخلې.
د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ د جان کري منځګړیتوب پایته ورسید او ټاکنیز بندون هم مات شو. د هر کاندید د بریا په صورت کې د ملي وحدت حکومت جوړیدل د کانیدانو ترمنځ له مهمې هوکړې څخه دي. که څه هم چې دواړه ټاکنیزې ډلې دې پایلې ته ورسیدې چې هیڅ یو کاندید په یواځې سر په هیواد کې ثبات نشي ټینګولی، خو دواړه ټاکنیزې ډلې، د ، ملي وحدت حکومت، عبارت لپاره بیلابیل تعبیرونه لري.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند، سیدآقا فاضل سانچارکي وايي، " د ملي وحدت حکومت ته د ملي مشارکت حکومت هم ویلی شو، زمونږ ټاکنیزه ډله هم هیڅ وخت د ایتلافي حکومت غوښتونکې نه ده خو د ملي مشارکت حکومت مونږ ته د منلو وړ دی."
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي چې بایلونکی کاندید حق لري د قانون په چوکاټ کې په راتلونکي حکومت کې ونډه ولري.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړې، آزیتا رفعت وايي، "هغه نوماند چې ونشي کولای د خلکو ډیری رایې ځانته ځانګړې کړي، حق لري چې له قانوني لارو د هیواد په راتلونکي نظام کې ګډون وکړي."
په همدې حال کې د حقوقي چارو کارپوهان وايي چې د ملي وحدت حکومت جوړیدل یعنې د ایتلافي حکومت رامنځته کول.
د حقوقي چارو کارپوه، نصرالله ستانکزي طلوع نیوز ته وویل، "زه فکر کوم چې مونږ له مخکې نه ملي یووالی درلودل، زه ایتلافي حکومت او هغه حکومت چې دوی ورته د ملي یووالي حکومت وايي، هیڅ توپیر نه وینم. که چیرې هغوی د "ملي یووالي" حکومت پر ځای د "د ملي یو والي لپاره د حکومت جوړښت" کارولی وی نو شاید ښه به وی."
د ولسمشرۍ کاندید د دواړو کاندیدانو ترمنځ په اړیکو کې له زیاتو هسکو او ټیټو وروسته، په پایله کې د امریکامتحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري هڅه وکړه چې دواړه کاندیدان ېې یوې هوکړې ته چمتو کړ او په پایله کې د ملي وحدت د حکومت پر جوړیدو موافقه وکړه.