د ملي اجنډا د غونډې ګډونکي د ملي یووالي حکومت جوړونه د ټاکنیز بحران نه د وتو لپاره یو فرصت ګڼي، او وايي چې افغانستان په اړینه توګه دا راز حکومت ته اړتیا لري.
د یاد بحث ګډونکو له نوماندانو وغوښتل چې ژر تر ژره د ملي یووالي حکومت د اډآنې او اصولو په اړه هوکړې ته ورسیږي، او ټینګار کوي چې دواړه نوماندان باید ومني چې د ملي یو والي حکومت له ځان تیرنې سره جوړیږي.
هره ورځ په هره ناسته او سياسي بحثونو کې د ملي وحدت د حکومت په اړه خبرې کيږي.
له بله پلوه هم په دې غونډه کې یو شمیر سیاسي فعالان د ملي یو والي حکومت یوه کورنۍ طرحه بولي او زیاتوي چې دغه طرحه د ملي اجنډا له لورې په هیواد کې سولې د راوستلو لپاره د یواځینۍ حل لارې په توګه وړاندې شوې.
د ملي اجنډا د غونډې طرح کوونکی، احمد ولی مسعود وايي، "که تاسو له اصولي اډانې سره سم د ملي یووالي حکومت په اړه هوکړه وکړی، او پرته له دې چې ووایی چې څوک ولسمشر دی او یا څوک باید ولسمشر شي، ډاډمن اوسی چې دا به ټاکنیز بحران له منځه یوسي، او دغه بهیر به بریالی کړي. دا د افغانستان لپاره یواځینی فرصت دی، او که خدای مکړه دا مو له لاسه ورکړ نو نه پوهیږو چې پایله به یې څه وي."
په دغه ناسته کې د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله وايي که څه هم دوي په لومړي ګام کې د ټاکنو پرروڼتيا او د خلکو له رايو څخه پر دفاع ټينګار کوي خو په ټاکنو کې د بري په صورت کې هم د ملي وحدت د حکومت جوړولو ته ژمن دي.
د دغې ټاکنيزې ډلې په په وينا د دواړو ډلو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو د چوکاټ په اړه خبرې روانې دي او د ټإکنو د پايلو له اعلان څخه مخکې به د دوي موافقه وروستۍ شي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، عالمی بلخی وايي، "د دې سره سره چې د ملي یو والي حکومت په اړه د هوکړې په سند کې په دا مسله په عمومي توګه مطرح شوې خو دې ته اړتیا شته چې د دې سند په جزیاتو خبرې اترې وشي، او د پایلو له اعلان نه مخکې دواړه اړخونه هوکړې ته ورسیږي."
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله که څه هم پر روڼتيا ټينګار کوي خو په دې اړه داسې نظر لري.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړې، صفیه صدیقي وايي، "نور باید دې ته اړتیا ونلرو چې ایران، پاکستان، او امریکا راشي او لاسوهنه وکړي، مونږ په امریکا پلورل شوي نه یو، چې هغوی راشي او ووایي چې دا کار دې غوره دی او دا کار نه. هغوی مونږ سره مرستې کړې، خو باید سمې مرستې یې کړې وی. د دې امکان شته چې ننۍ ترینګلتیاوې، هو د بهرنیانو کارونه وي، چې نه غواړي په افغانستان کې غوره حکومت شتون ولري، او د دې هیواد وګړي هوسا اوسي."
د ولسمشر د فرمان له مخې د لومړي وزير په صلاحيتونو سره د اجرايي رياست رامنځته کول، د ولسمشر په فرمان په رسمي توګه د اوپوزيسيون د چوکۍ رامنځته کول، د ټاکنو د بايلونکي نوماند لخوا د اپوزيسيون د اجرايه د ريس او مشر غوره کول، په مساوي توګه د ګټونکي نوماند او د اوپوزيسيون د مشر ترمنځ د واک ويش، په يوه لويه جرګه کې له دوو کلونو وروسته د سياسي نظام بدلون او په ټاکنيزو ادارو کې د اصلاحاتو راوستل هغه موافقې دي چې ددواړو نوماندانو ترمځ شوې دي.