دملګروملتونو سازمان په هیواد کی دانتخاباتی کړکیچ دماتولو لپاره خپله وړاندیز شوې طرحه افغان دولت ته وړاندې کړه. ددغی طرحې له مخې دڅه باندې اته زره محلونو د رایو چې د ټولو رایو دري څلویښت سلنه جوړوي باید بیا وڅیړل شي.
دغه طرحه په رسمی ډول انتخاباتي کمیسونونو ته هم لیږل شوې . دعبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د ملګروملتونو سازمان دغه طرحه رښتیني نه ګڼي او هغه نه مني. اخوا د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله د څه باندی اته زره محلونو د رایو دبیا څيړلو لپاره دملګروملتونو سازمان طرحه مني.
په پایله کې د ملګرو ملتونو سازمان له ورځو راهیسې بحث او خبرو وروسته د ټاکنیز بندون د ماتیدو لپاره یوه طرحه وړاندیز کړه.
د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي دا طرحه د ولسمشر کرزي ، عدلي او قضايي او ټاکنیزو ادارو په حضور کې په یوې غونډه کې وړاندیز کړه.
له اته زرو د زیاتو محلونو د رایو بیا شمیرل کیدل چې د ټولو رایو دري څلویښت سلنه جوړوي د دغې طرحې مهمه غوښتنه ده.
د راېې ورکولو د ټولو محلونو تفتیش چې په هغې کې له پنځو سو پنځه نوي رایو څخه زیاتې ورکول شوي وي.
د هغو ښځینه محلونو څیړل چې په هغو کې د ښځو پر ځاي نارینو حضور درلود.
د ټولو هغو ښځینه محلونو څیړل چې پکې د نارینه مرکزونو په پرتله زیاتې راېې کارول شوي دي.
د هغو څلورو زرو محلونو د رایو بیا شمیر چې د ټاکنو په دویم پړاو کې اضافه شوي دي.
د هغو محلونو د رایو بیا شمیرل چې پکې د یوه کاندید په ګټه، د سلو، یوسل او پنځوسو، دوه سوه او یا درې سوه راېې کارول شوي وي. دا ټول موارد د ملګرو ملتونو سازمان له مهمو غوښتنو څخه دي.
دا څیړنې د ټولو رایو پنځه دیرش سلنه جوړوي، د کابو اته زره د رایو محلونو بیا څیړنه به دوه اونۍ ونیسي.
خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د ملګرو ملتونو سازمان دا طرحه ناقصه بولي او وايي چې دا طرحه د دغې ډلې د وړاندیزونو یوه برخه جوړوي له همدې امله دا طرحه د ستونزې د اوارۍ لاره نده.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، سید اقا فاضل سانچارکي وايي، "هغه طرحه چې د یان کوبیش له خوا وړاندې شوې، هغه زمونږ ټول وړاندیزونه نه رانغاړي، نو ځکه یوه ستونزمنه او ناقصه طرحه ده، ټولیزه، هر اړخیزه او ریښتینې نه ده. په دې طرحې سره دا ډاډمنتیا نه شو تر لاسه کولای چې پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې شي."
خو عبدالله عبدالله څه غواړي؟
د راېې ورکولو ټولو هغو مرکزونو بیا څیړل چې پکې له دري نوي سلنه زیاتې راېې د یوه کاندید په ګټه کارول شوي دي. د اضافه شویو څلورو زرو نویو محلونو چې په دویم پړاو کې جوړ شوي په ګډون د یولسو زرو محلونو د رایو بیا شمیرل.
او د اووه میلیونو رایو پر بنسټ د څیړنې ترسره کول او د یو میلیون او سل زره رایو باطلول.
د کاندیدانو او نړیوالو څارونکو په حضور کې د نړیوالو څیړونکو لخوا په معیاري توګه د څیړنې ترسره کیدل د عبدالله عبدالله غوښتنې دي.
په دې لړ کې د اشرف غني احمدزي ټاکنیزې ډلې د ملګرو ملتونو سازمان طرحه منلې ده.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی، عباس نویان وايي، "ّله هغه پلوه چې مونږ د درغلیو په وړاندې د مبارزې او په ټاکنوې کې روڼتیا ته هوډمن یو، او له دې سره سره چې د دې ۸۰۰۰ محلونو ډیری رایې مونږ پورې اړوند دي، بیا هم دا وړاندیز منو، تر څو دا بهیر تر سره شي او د افغانستان وګړي له نامالومه راتلونکې او تشویش نه نجات ومومي."
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې مسولان که څه هم چې د ملګرو ملتونو سازمان له طرحې ملاتړ کوي خو د هغو محلونو د رایو بیا شمیر چې پکې دري نوي سلنه راېې د یوه کاندید په ګټه کارول شوي نه مني او هغه ډیر وخت نیونکي بولي. که چیرې د ملګرو ملتونو سازمان دا طرحه عملي شي نو د رایو ستره برخه یعنې درې میلیونه او پنځه سوه زره راېې به بیا ځلې چې د ټولو رایو دري څلویښت سلنه جوړوي بیا وڅیړل شي.