افغانان اوس په هيواد کې د سولې، سوکالۍ او پرمختګ په تمه دي.
د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ جنجالونو په پاي ته رسيدو سره د افغانانو په زړونو کې د سوکالۍ لپاره هيلې راټوکيدلې دي.
د ملي وحدت د حکومت د رامنځته کولو او د ټاکنيزو جنجالونو د پاي ته رسولو لپاره د دواړو نوماندانو ترمنځ موافقې يو لړ هيله مندۍ رامنځته کړې دي.
افغانان د يوه واحد او ارام افغانستان لپاره هيله من دي.
د پوهنتون استاد، فرامرزتمنا وايي، "په تیرو دریو لسیزو کې زمونږ د هیواد لپاره تر ټولو لویه ننګونه د قدرت ویش وو، ځکه چې یو شمیر خلکو ځان په حکومت کې ګوټ ته بللو، نو ځکه د ملي یووالي یو حکومت کولای شي د دې ننګونې لپاره یوه غوره حل لاره وي. ځکه چې په دې سره به خلک په قدرت کې ځان ګډ وبولي او دا د هیواد د پرمختګ لپاره یو غوره فرصت دی."
د ټاکنيز بندون ماتولو او د بازارونو بيا ښه کيدلو په خلکو کې هيلې رامنځته کړې دي، افغانان د ولسمشرۍ له نوماندانو غواړي چې دواړه يو لاس شي او په هيواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت او پراختيا لپاره هڅې وکړي.
د مزار شریف یو اوسیدونکی، عبدالرشید وايي، "د نوماندانو له یو ځای کیدو نه خوښ یو چې هیواد مو بحران ته له تلو نه وژغورل شو، او دوی دواړه هوکړې ته ورسیدل."
له بلې خوا د ټاکنيزو ډلو ترمنځ د نه همغږو نظرونو شتون په خلکو کې يو لړ انديښنې رامنځته کړې چې په دغو ټاکنيزو ډلو کې د نامتجانسو کسانو شتون د ننه په حکومتي نظام کې اختلافات رامنځته نکړي، له همدې امله خلک د دغو دواړو ټاکنيزو ډلو له مشرانو غواړي چې دغه انديښنې هم له منځه يوسي.