د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وروستې څرګنده غونډه، چې د مرکزي حوزې د نهه ولایتونو د ولایتي شورګانو اړونده شکایتونو پکې وڅیړل شول نن پای ته ورسیده.
شکایت کوونکو نوماندانو خپل شکایتونه کمیسیون ته وروسپارل، او په ځیرتیا سره د دې شکایتونو د څیړلو غوښتونکي شول.
دا نوماندان ټینګار کوي چې د هغو مرکزونو رایې د بیا وشمیرل شي چې درغلۍ پکې شوې دي.
د کابل، لوګر، وردګو، پروان، پنجشیر، بامیان، غزني او دایکندي ولايتونو د و لايتي شورا ټاکنيز شکايتونه چې څه د پاسه 600 ته رسيږي، په يوه علني غونډه کې پر دغو شکايتونو غور وشو.
د دغو ولايتونو د ولايتي شوراګانو ډيری نوماندان د رايو د بيا شميرلو غوښتونکي دي او ټينګار کوي چې پاکې رايې له ناپاکو بيلې شي.
په دغه ناسته کې د کابل د ولايتي شورا معترض نوماندان وايي ترهغه وخته چې ټاکنيز عدالت ټينګ نشي او د دوي غوښتنو ته پاملرنه ونشي خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.
د کابل ولایت د ولایتي شوراګانو د معترضو نوماندانو استازی، علي یزدان پرست وایي، "مونږ د ټاکنیز عدالیت د تامین کیدو غوښتونکي یو. تر هغه چې په دې بهیر کې عدالت ټینګ نشي، ټاکنې به یواځې بحرانونه رامنځته کړي."
د نورو ولايتونو د ولايتي شوراګانو نوماندانو هم د ټاکنيزو درغليو سندونه د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته وسپارل او له دې کميسيون څخه غواړي پرې نږدي چې د دوي په برخليک لوبه وشي.
د غزني ولایت معترضه نومانده، ژولینا فیضي وایي، "د رایې ورکوونې په ځینو مرکزونو کې د شپې تر نیمې پورې درغلي شوې او د ځانګړو نوماندانو لپاره بکسې ډکې شوې دي."
له بلې خوا د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي د ولايتي شوراګانو د نوماندانو کابو درې زره شکايتونه دغه کميسيون ته رسيدلي او د نوموړو شکايتونو په څيړلو کار روان دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند، نادر محسني وایي، "د ولایتي شوراګانو د نوماندانو لخوا دوی ته استول شوي ټول شکایتونه به څیړل کیږي، او هڅه کوو چې پایلو پریکړه په خپل وخت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستوو، خو کیدای شي په دې اړه ټاکل شوې نیټه کې ځند راشي."
د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون د مهال ويش له مخې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د شکايتونو څيړل بايد د غبرګولي تر 22 نيټې پورې پاي ته ورسيږي او د دې کميسيون پريکړې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته وليږل شي، خو د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي د شکايتونو ډير شمير ته په پام سره ښايي چې د دغو شکايتونو څيړل په ټاکل شوي وخت پاي ته ونه رسيږي او په لږ ځنډ سره به د ټاکنو خپلواک کميسيون ته وليږل شي.