Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکړې بهیر پیل شو
Print
Print

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکړې بهیر پیل شو

شنبه ۶ تله ۱۳۹۸
لیکوالTOLOnews.com

 د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکړې بهیر نن شنبې(د تلې په ۶مه نېټه) په ټول هېواد کې پیل شي.

 ټاکل شوې نهه مېلیونه کسان چې د ټاکنو لپاره یې نوم لیکنه کړې ده، د ماسپیښین تر دریو بجو پورې د رایې ورکړې مرکزونو ته ولاړ شي او خپله رایه وکاروي.

  د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو مخې له د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۵۳۷۳مرکزونو له ډلې ۴۴۵ یې د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي.

 په دغو ټاکنو کې د ولسمشر غني او اجراییه رییس، عبدالله الله په ګډون اتلسو کسانو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي چې وروسته بیا حنیفاتمر،نورالحقعلومي،شیدامحمدابدالي،زلميرسول اومحمدابراهیمالکوزي له ټاکنوانصراف وکړ.

 ولسمشرۍ ټاکنې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کېږي چې کابو ۷۲ زره سرتېري د امنیت تامنیت به موخه ګمارل شوي دي.

 امنیتي بنسټونه وايي چې افغان ځواکونه د څو ساعتونو راهیسي د "لومړۍ درجې احضاراتو" په حال کې دي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وايي چې د ټاکنو د رڼښت په موخه د بایومټریک دستګاو کار اخیستل کيږي او رای ورکوونکي اړ دي چې د انځور په ګډون خپل مالومات ثبت کړي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې کابو سل زره کارکوونکي یې د یاد بهیر د ترسره کولو په موخه ټول  هېواد کې ګمارلي دي.

 د کېسیون رییسې، حوا علم نورستاني وویل چې د ټاکنو د ورځې په پای کې به د ټولو کارولو شویو رایو شمېر وښودل شي.

 د ټاکنو د مهال ویش له مخې ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون د تلې میاشتې په ۲۷مه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او وروستۍ به د لړم میاشتې په ۱۶ مه اعلان شي.


موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې