په دې ورځو کې هر چیرته د ټاکنیز بندون په اړه خبرې کیږي. د افغانستان وګړي د خپلې راتلونکې په اړه څرګنده انځور نلري. د همدې له کبله بازارونه او کاروبارونه خراب شوي. د لوړپوړو چارواکو نه پیل بیا د هیواد عادي وګړي په دې اړه اندیښمن دي.
یو شمیر د ټاکنیزو چارو کارپوهانو او د ولسي جرګې مشر د روان حالت په اړه اندیښنه وښوده.
د ولسي جرګې مشر، عبدالروف ابراهيمي وویل، "ټاکنیز مهال ویش یو اصل ده خو په څنګ کې باید پاکې او ناپاکې رایې هم سره بیلې شي، او د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیونونه باید دا نادیده ونه نیسي. د هغه وضیعت چې اوس یې ګویا یو، د اندیښنې وړ دی."
خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله اوس هم فرصت له لاسه وتلی نه بولي، او د عادلانه حل لاري په موملو ټینګار کوي.
په دې اړه د یادې ډلې ویاند، مجیب الرحمن رحیمي وايي، "مونږ دا مهال د ولسواکۍ او د ولسواکۍ د ارزښتونو نه دفاع په حالت کې یو، او هیله من یو چې یوه حل لاره پیدا شي چې د هغې پر بنسټ د افغانستان د راتلونکی حکومت د خلکو د رایو په وسیله وټاکل شي، چې دې کار لپاره لا اوس هم فرصت شته."
د اشرف غني احمدزي ډله بیا له خپلې سیالې ډلې غواړي چې له ټاکنیز بهیر سره یو ځای شي او قانون ته درناوی وکړي.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې ویاند، حمیدالله فاروقي وايي، "مونږ په دې باورمند یو چې باید قانون او قانوني بنسټونو او دې بهیر ته درناوی وشي. له بهیر نه وتل او دا بهیر له سیاسي ستونزو سره مخ کول حل لاره نشي کیدی. مونږ په دې باورمند یو چې د افغانستان سیاسیون به ځانګړې توګه نوماندان باید له خپل ځانه نه په تیرښت او قانون ته په درناوي سره دې ستونزو ته ډیره پاملرنه وکړي."
خو یو شمیر د ټاکنیزو چارو کارپوهان په ټاکنیز بهیر کې د بهرنیو هیوادونو لاسوهنه سمه نه ګڼي او وايي چې په دې ډول حالتونو کې باید ولسمشر کرزی د ستونزې د اوارولو کوښښ وکړي.
د افغانستان د ولسواکۍ د څار د ادارې مشر، زکریا بارکزی وايي، "زما په آند په دې حساس وخت کې د ولسمشر چوپتیا د پوښتنې وړ ده، او دا زمونږ د تاریخي هیواد لپاره ډیر د ننګ ځای دی چې په ټولو ټاکنو کې دې امریکا راشي او زمونږ ټاکنېزو ستونزېو کې دې منځګړیتوب وکړي."
د سه شنبه په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې په یوې اعتراضي غونډه کې د عبدالله عبدالله پلویانو د ولسمشر کرزي انځور له خیمې نه لرې کړ او د عبدالله عبدالله انځور یې هلته راځوړند کړ.
د چارو ادارې او د وزیرانو شورا دا کار په سختو ټکو غندي او دا کار د قانون ماتونه او سپکاوی بولي، همداراز له امنیتي بنسټونو غواړي چې د دې ډول تاوتریخوالو مخه ونیسي. عبدالله عبدالله هم په خپله وینا کې دا کار وغندل.