د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون خپل کار ته د عبدالله عبدالله د څارونکو د شتون نه پرته دوام ورکوي، چې دا کار د کارپوهانو له نیوکو سره مخ شو.
د ټاکنیزو چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې په داسې حال کې چې یوه ټاکنیزه ډله له کمیسیون سره هیڅ راز اړیکه نلري او هیڅ شکایت یې نه دی ثبت کړی، نو دا کمیسیون څنګه په یو اړخیزه توګه کولای شي شکایتونه وڅیړي.
عبدالله عبدالله د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره اړیکه نلري، او له همدې کبله د لومړنیو پایلو له اعلان نه وروسته یې کوم شکایت هم ندی ثبت کړی، خو دا کمیسیون هغو شکایتونو ته چې د اشرف غني احمدزي د ټکنیزې دلې له لورې ثبت شوي، څیړي.
په دې اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر، فضل احمد معنوي وايي، "ټاکنیزو کمیسیونونو هم دا بنسټ او هم د افغانستان په خلکو ټوکې کوي، تاسو پوهیږی چې ټاکنیزو قانون په څرکنده توګه وايي چې هر ډول څیړنه باید د ټاکنیزو ډلو د څارونکو په وړاندې تر سره شي."
د دې کمیسیون یو غړي چې څرګنده غونډې یې تحریم کړې، هم د کمیسیون په چلند نیوکه کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کیسیون یو غړی، عزیزالله اریافر وايي، "په ټاکنیز دود کې د شکایتونو د څیړنې پر مهال د ټاکنیزو سیالانو شتون شرط دی."
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارلانشا فني مرستیال وايي چې د ټاکنو قانون دې کمیسیون ته د یو نوماند د څارونکو د نشتون په ترڅ کې د شکایتونو د څیړلو پریښود او اجازه ورکړې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارلانشا فني مرستیال، ولید اکبر وايي، "د ټاکنو په قانون او د جزا په نورو قوانینو کې دا په څرګنده توګه ویل شوي چې کې چیرې د قضیې یو اړخ حاضر نشي، محکمه نشي کولی خپل کار ودروي، نو ځکه دا مهال زمونږ د ټاکنیزو شکایتونو د څیړلو کار قانوني دی."
خو د ټاکنو د چارو کارپوهان وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو کیمسیون باید لومړی د دواړو نوماندانو قناعت تر لاسه کړي او وروسته شکایتونه وڅیړي.