ولسمشر کرزی د ولسمشرۍ د نوماندانو یو بل سره په هوکړې سره د ټاکنیز بندون نه د وتو ملاتړی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر د ټاکنیز بندون د له منځه وړلو لپاره د کومې لارې، او د کوم بنسټ په منځګړیتوب سره کومه ستونزه نلري.
يو شمير نفوذ لرونکي جهادي شخصيتونه د دغو ستونزو د اواري لپاره د ولسمشر کرزي د منځګړيتوب غوښتونکي دي.
صبغت الهن مجددي له طلوع نيوز سره په مرکه کې وايي ښاغلی کرزی تراوسه هم په قدرت کې دی او بايد چوپتيا غوره نکړي او د دې ستونزې د اواري لپاره پرته له دې چې يو لوری وبلل شي هڅې وکړي.
د مشرانو جرګې پخوانی مشر، صبغت الله مجددی وايي، "زه خو ولسمشر ملامت کوم، نن مو هم ټیلیفوني خبرې وکړې او ملامت مې کړ چې ولې چپ پاتې یې، یو ګام پورته کړه اوس هم لا ولسمشر یې او واک لرې، نه پوهیږم ځان یې بې طرفه نیولی، او وايي چې یو لوری ونه ګڼل شم."
صبغت الله مجددي له شرعي او قانوني لارې هم د دغه ټاکنيز بندون د ماتولو غوښتونکی دی.
له بلې خوا د ملي محاذ ګوند مرستيال سيد حامد ګيلاني هم له ولسمشر کرزي څخه غواړي په بې پلوه توګه د خلکو له مشروع حق څخه دفاع وکړي.
د ملي محاذ ګوند مرستيال، سید حامد گیلانی وايي، "د ولسمشر په توګه باید د کوم لوري پلوي ونکړي خو باید د حق پلوی اوسي، او هغه اسانتیاوې چې له کبله یې حق حقدار ته ورسیږي، برابرې کړي، تر څو هر څه ژر دا هیواد له بحران نه ووځي."
يو شمير کارپوهان د دغه ټاکنيز بندون اصلي عامل ولسمشر بولي او د هغه پر بې پامۍ سخته نيوکه کوي، دغه کارپوهان له ولسمشر کرزي څخه غواړي وضعيت اداره کړي او پرې نه ږدي چې حالات لاخراب شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر، فضل احمد معنوی وايي، "له چا نه ډیر مسوولیت دولت ته ورګرځي، چې په سر کې یې ولسمشر دی، باید د واک د لیږد په برخه کې باید نقش ولوبوي او پرې نږدې چې دا ستونزه بحران رامنځته کړي، هیله من یم چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې خپل مسوولیت تر سره کړي."
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مسوولين وايي د ټاکنيزو جنجالونو له رامنځته کيدو وروسته ولسمشر کرزي په منظمه توګه خپل ډير وخت له نوماندانو سره د دغه بندون د ماتولو لپاره په خبرو تير کړی دی او بې پامي يې نه ده کړې، د ولسمشر د وياند مرستيال وايي ولسمشر کرزی د دغې ستونزې د اواري لپاره د نوماندانو ترمنځ له هرې موافقې او د ملي او نړيوالو ادارو له منځګړيتوب څخه ملاتړ کوي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، فایق واحدی وايي، "په دې وروستیو کې یې ډیری وخت د ټاکنیز بندون د لمنځه وړلو لپاره په اړیکو او خبرو تیر کړی، او درانه نوماندان که هرې هوکړې ته ورسیږي ولسمشر کرزي ته د منلو وړ ده."
ولسمشر کرزی د دغه بندون د ماتولو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزير او د ملګروملتو د سازمان د منځګړيتوب ملاتړ کوي، وبه ليدل شي چې دغه منځګړيتوب او هڅې به دغه بندون پاي ته ورسوي؟