د زېږون نېټه: ۱۳۳۲
ولایت: کابل
قوم: پښتون
ټاکینزه ډله:؟
هغه له استقلال لېسې فارغ او تر فراغت وروسته د لوړو زدهکړو لپاره، فرانسې ته تللی. او د طب په برخه کې یې خپلې زدهکړې د ماسترۍ تر کچې کړې دي.
هغه د پاریس د زده ناروغیو د څېړنیز مرکز ډاکټر، په پاریس کې د حیقیت افغان ورځپاڼې چې په د افغانستان په جهاد پورې تړاو لري د مسوول، د سعودي عربستان د وسلهوال ځواک د روغتون ډاکټر او د ایټالیا په روم ښار کې د محمد ظاهر شاه د دفتر رییس په توګه دندې ترسره کړې دي.
هغه د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته او د حامد کرزي تر ادارې لاندې نوي رامنځته شوي حکومت کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه وګومارل شو او کابو ۹ کاله یې له بهرني سیاست سره د افغانستان د امنیتي ارګانونو د همغږۍ فعالیتوو لپاره د مشاوریت په پسټ کې کار کړی دی.
ښاغلي رسول په ۲۰۱۴ز کال کې هم ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړی و
هغه په پښتو، دري، انګلیسي، فرانسوي او اېټالیوي ژبو خبرې کوي او له عربي ژبې سره هم بلدتیا لري.
د ښاغلي رسول په ټاکنیزه ډله کېو عبدالجبار تقوا د لومړي مرستیال او غلام علي وحدت د دویم مرستیا په توګه حضور لري.