Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • نوماندانو
  • عبدالله عبدالله
Print
Print

عبدالله عبدالله

د زېږون نېټه: ۱۳۳۸

ولایت: کابل

قوم: پښتون

ټاکنیزه ډله: ثبات او همپالنه

ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند په ۱۳۵۵ لمریز کال ک د کابل ښار له نادریې لېسې فارغ او په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون طبي پوهنتون د سترګې په څانګه کې خپلې زده‎کړې پای ته ورسولې.

هغه د کابل په نور روغتون کې د سترګو د داکتر په توګه کار کړی. عبدالله په ۱۳۶۳ کال کې پاکستان ته کډوال شو او د یوه کال لپاره یې د سیدجمال‎الدین په روغتون کې کار وکړ. هغه په ۱۳۶۴ کال کې د جهاد جبهې ته ولاړ او د پنجشېر جبهې د روغتیايي سرپرست په توګه او له هغه وروسته  د احمدشاه معسود د سلاکار او ملګري په توګه کار وکړ.

هغه په دري، پښتو او انګلیسي ژبو په روانه توګه خبرې کوي او پر فرانسوي او عربي ژبو هم تسلط لري.

عبدالله عبدالله د ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کلونو ترمنځ د برهان‎الدین رباني په مشرۍ د حکومت د بهرنیو چارو د مرستیال او سرپرست په توګه کار کړی، او د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته، او د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره په ۱۳۸۰ کال کې نومړی په لنډمهالې اداره کې او وروسته په انتقالي دوره کې، د بهرنیو چارو ورزارت چارې په مخ بیولې.

هغه په دوه پړاوو ولسمشريزو ټاکنو کې چې د ۱۳۸۸ ټاکنو کې بریالی نه‎شو. هغه بیاځلې په ۱۳۹۳ کال کې ځان نوماند چې د ۵۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره، د ډاکټر غني او عبدالله ترمنځ ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او په دویم پړاو کې د ځینو ننګونو له امله د ملي یووالي حکومت هوکړه‎لیک رامنځته شو، عبدالله هغه مهاله تراوسه د ملي یووالي حکومت د اجراییه رییس په توګه کار کوي.

د هغه په ټاکنیزه ډله کې عنایت‎الله بابرفرمهند او اسدالله سعادتي په تریب د لومړي او دویم مرسیتالانو په توګه حضور لري.


موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې