Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • نوماندانو
  • محمداشرف غني
Print
Print

محمداشرف غني

د زېږون نېټه: ۱۳۲۸

ولایت: لوګر

قوم: پښتون

ټاکنیزه ډله: دولت جوړونکې

هغه د ښوونځي ابتدایه پړاو په لوګر کې لوستی او د کابل حبیبې عالې لېسې څخه فارغ شوی دی. د بېروټ امریکايي پوهنتون څخه د سیاسي علومو له څانګې د لیسانس او ماسټرۍ سندونه لري، خو د ماسټرۍ دویم سند یې د کلمبیا پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې او له هغه وروسته خپله دوکټورا یې په انسان پېژندنه کې له همدغه پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.

هغه همدارنګه د امریکايي سکرانټن او کاناډايي ګلف پوهنتونونو څخه د دکټورا اعزازي او افتخاري سندونه لري.

هغه په ۱۳۳۵ کال کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د انسان پېژندنې په برخه کې تدریس کړی او د ۱۳۶۲-۱۳۷۰ کلونو ترمنځ د ډنمارک په اورهوس او د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې له هغې ډلې بریکلي او جانز هاپکنز کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه په ۱۳۸۱لمریز کال کې، په لومړي سره کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ځانګړي سلاکار په توګه کار وکړ، چې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره د حامد کرزي د ځانګړي سلاکار، د مالیې وزیر او په هېواد کې د نړیوالو مرستو د همغږي کوونکي په توګه کار وکړ.

په لومړي ځل په ۱۳۸۸لمریز کال کې ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړ چې د درې سلنې رایې په ترلاسه کولو سره له حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او رمضان بشردوست وروسته څلورم ځای درلود او ونه توانېد چې ولسمشرۍ ته ورسېږي او وروسته بیا د ښاغلي کرزي د حکومت په دویم پړاو کې، له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد مسوولیت په غاړه درلود.

بالاخره په ۱۳۹۳لمریز کال کې، یو ځال بیا د جنرال عبدالرشید او سرور دانش له مرستیالۍ سره ځان نوماند کړ چې له عبدالله عبدالله سره په نږدې سیالۍ کې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې چې د عبدالله له ټاکنیزې ډلې سره د یوه هوکړې په پایله کې د ملي یووالي حکومت ولسمشر شو.

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح او دویم مرستیال سروردانش یې په ترتیب سره لومړی او دویم مرستیالان دي.

 


موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې