یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عبدالله عبدالله یو لړ غوښتنې څیړي، تر څو د رایو د بیاڅیړنې بهیر د رایو د باطلونې په تګلارې کې ځای ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یوناما او د عبدالله ډلې د شنبې په ورځ لیدنه درلوده او دواړو اړخونو په دې هوکړه کړې چې د عبدالله عبدالله یو لړ غوښتنې د رایو د بیاڅیړنې په معیارونو کې ګډې کړي.
هغه غوښتنې چې هوکړه پرې شوې په لاندې ډول دي:
۱: د تګلارې ۱۲ او ۱۶ مادې د دواړو اړخونو په هوکړې دي او د بیاڅیړنې په بهیر کې به پام کې ونیول شي.
۲: د بیاڅیړنې د لاسته راوړنو په اړه به د اونۍ تر پایه پریکړه نه کیږي، تر هغه دمه چې د بیاڅیړنې په اړه مالومات نه وي تر لاسه شوي. د ټاکنیزو ډلو استازي او څارونکي به په لومړنیو ګامونو کې شتون ولري، که چیرې بیاڅیړنه لا زیات غور ته اړتیا ولري نو ملګري ملتونه به دې د معیارونو د اصلاح او نوي کولو په برخه کې لاس په کار کیږي. د ملګرو ملتونو د نړیوالو ټاکنو کارپوه، جیف فشر به د ټاکنو خپلواک کمیسون ته سلا ورکوي چې آیا بکسې په شمیره کې ګډې شي او که باطلې شي.
۳: یوناما به پری نږدي چې د خیالي مرکزونو رایې د ټاکنو په سیسټم کې ګډې شي.
۴: په داسې حال کې چې که چیرې د رایو بکسې ورک او یا هم خراب شي، د دې په اړه به پلټنه کیږي، په دې پلټنه کې به یواځې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سندونو بسنه ونکړي. هر کله چې د پلټنو په بنسټ دا مالومه شي چې دا بکسې د رایو په شمیرنه کې ګډې شوي دي، له سیسټم نه باید وباسل شي.
۵: د دې تر څنګ چې په څیړنې کې به هم برخه ولري، نړیوال کارپوهان به د بیاڅیړنې په بشپړ بهیر کې شتون ولري.
ملګري ملتونه وايي چې عبدالله عبدالله به د یکشنې په ورځ تر سره کیدونکې د تخنیکي کمیټې په غونډه کې، او د دوشنبې په ورځ به د بیاڅیړنې په بهیر کې شتون ولري.