د زېږون نېټه: ۱۳۲۰
ولایت: کندهار
قوم: پښتون
ټاکنیزه ډله: ولسواکي او متوازنه پراختیا
علومي لومړنۍ زدهکړې حبییه لېسه کې کړي او همدارنګه د کابل په پوځي پوهنتون کې یې زده کړې کړي. هغه په امریکا او پخواني شوروي کې لوړې زدهکړې کړې دي.
هغه په بېلابېلو پوځي برخو کې دنده ترسره کړې او د یوې مودې لپاره د کورنیو چارو وزیر و. علومي د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې، د کندهار د خلکو استازی هم و.
د نورالحق علومي په ټاکنیزه ډله کې، د تاجکو له قوم څخه بشیر بېژن د لومړي مرستیال او محمد نعیم غیور د دویم مرستیال په توګه حضور لري.