په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د دوشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې د خپرولو په ترڅ کې ویلي چې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د رایو د باطلیدو په اړه د ملګرو ملتونو وړاندې شوې تګلاره مني.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه چې دواړه نوماندان په دې اړه هوکړې ته ونه رسیدل، د رایو د باطلیدو په اړه یوه تګلاره د ټاکنو خپلواک کمیسون ته وړاندې کړه
د یادې تګلارې په یوه برخه کې راغلي، "دواړو نوماندانو د دې تګلارې په اړه خپلې اندیښنې له ملګرو ملتونو سره یوځای کړې او له دې نه یې د چمتو والي اعلان کړی."
خبرپاڼه دا هم زیاتوي چې نوماندان د یو داسې څارنې جوړښت چې د خلکو په ګټه وي، ملاتړ کوي.