Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • هلمند کې د ټاکنو ورځې ته امنیتي تابیاوې
Print
Print

هلمند کې د ټاکنو ورځې ته امنیتي تابیاوې

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸
لیکوالطلوع‌نیوز

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي د ټاکنو په ورځ په دغه ولایت کې د کلکو امنیتي تابیاوو خبر ورکوي.

د هلمند مرستیال والي، مجاهدالله صفاري څرګندوي چې ټاکنو د مرکزونو د امنیت لپاره د افغان ځواکونو لخوا پوځي عملیات روان دي.

د هلمند والي مرستیال، مجاهدالله صفاري زیاتوي:«د ټاکنو لپاره موږ امنیتي پلان جوړ کړی دی، کوم سایټونه چې هلته ټاکنې کیږي سر له اوسه مو هلته امنیتي کسان لیږلي دي، موږ باوري یوو چې د ټولو سایټونو امنیت خوندي دی او خلګ کولای شي په ډاډه زړه باندې په ټاکنو کې برخه واخلي.»

ښاغلی صفاري وړاندې وايي یوازې په دریو وروستیو میاشتو کې سلګونه میله وسلې او یو شمېر وسله وال نیولي دي.

دی زیاتوي:«په تعداد د سل مختلفو اسلحو چي په شپنیو عملیاتو، ځانګړو عملیاتو او یاهم په مخامخ جګړه کې په لاس راوړي دي، د هلمند د دی قطعې دنده یوازې تر هلمنده نه ده مربوط ، بلکې دوی د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دندې تر سره کوي او هلته هم ځانګړي عملیاتونه تر سره کړي.»

په همدې حال کې د هلمند ولایتي شورا له افغان ځواکونو د ټاکنو د امنیت غوښتنه کوي.

د هلمند ولایتي شورارییس، عطاالله افغان څرګندوي:«دغه وسلې یو وخت د هلمندي ولس پر کورونو او په وژنو کي استعمالیدې، خو خوشبختانه اوس د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي، دا چې دوی په دریو میاشتو کې دومره زحمت ایستلی دی، موږ غوښتنه کوو چې دا ډول عملیاتونه دي دوامداره کړي، تر څو خلګ په امن کې اوسي.»

که څه هم هلمند کي پنځه ولسوالی په بشپړه توګه د تېرو څو کلنو راپدیخوا د وسله‎والو طالبانو په والکه کې دي، خو یاد ځواکونه د هلمند تر څنګ د هېواد په نورو ولایتونو کي هم ځانګړي عملیاتونه تر سره کوي.

په همدې ډول د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي د ټاکنو د امنیت ډاډ ورکوي.

شریک یي کړئ


اړوند خبرونه

  • هلمند کې د ټاکنو ورځې ته امنیتي تابیاوې
    لیندۍ 23, 2019
    نورهم ولی...
  • د ټاکنو بهیر کې د ښځو نه ګډون په اړه د هلمند د ځایي چارواکو اندیښنې
    سلواغه 13, 1392
    نورهم ولی...
  • یو برتانوۍ سرتیری د هیواد په سویل کې ووژل شو
    سلواغه 6, 1392
    نورهم ولی...
  • په هلمند كې له یوه ځوان هلک او پیغلې نجلۍ سرونه غوڅ شوي
    تله 23, 1392
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې