د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو انتخاباتي مرکزونه د جان کري او د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ خبرو ته هیله مند دي. د ولسمشرۍ کاندیدانو سره د جان کري د خبرو چورلیز د یوه پراخ بنسټه حکومت دجوړیدو په اړه وې. د عبدالله عبدالله انتخاباتي مرکز وایي چی د یوه پراخ بنسټه حکومت له رامنځته کیدو هرکلې کوي. اخوا د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وایی چی د ولسمشرۍ د کاندیدانو او د جان کري ترمنځ خبرې اترې جوړونکي وې خو دغه ټاکنیزه ډله ټينګار کوي ترڅو چې د خلکو پریکړو ته جدي پاملرنه ونشي، دغه خبری اتری کومه پایله نه ورکوي.
کابل ته د جان کري راتګ به د افغانستان د ټاکنو په پایلو کې بدلون راولي؟
دواړو کاندیدانو له ښاغلي کري سره لیدلي دي او د ټاکنیز بندون د اوارۍ لپاره ېې خبرې کړي دي.
جان کري د سفر په دویمه ورځ یوځل بیا له دواړو کاندیدانو سره خبرې کړي دي ویل کیږي چې د دغو خبرو چورلیز د پراخ بنسټه حکومت جوړیدل او د رایو بیا څیړل وو.
خو آیا د جان کري طرحه د افغانستان د ټاکنو د ستونزې د اوارۍ په برخه کې اغیزمنه کیداي شي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، فضل الرحمان اوریا طلوع نیوز ته وویل، "د ښاغلي کیري راتګ یو مثبت ګام دی، او ټاکنیزو درغلیو ته د رسونې، د پاکو او ناپاکو رایو بیلونه، او د یو هر اړخیز دولت رامنځته کیدو په اړه خبرې روانې دې."
د ټاکنیزو درغلیو څیړنه او له سپینو رایو د تورو رایو بیلول له نورو موضوع ګانو څخه وو چې نن د جان کري او ولسمشرۍ کاندیدانو ترمنځ مطرح شول.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی، عباس نویان طلوع نیوز ته وویل، "هو، خبرې اترې جوړوونکې دي او پایلې به ولري، خو تر هغه مهاله چې د خلکو غوښتنو ته پام ونشي، غوره پایلې نشي لرلی."
ټولې هیلې له ولسمشرۍ کاندیدانو سره د جان کري لیدلو او خبرو پورې تړلي دي ښاغلي کرزي پنځه کاله وړاندې هم د ورته ستونزې اوارۍ په موخه افغانستان ته راغلی وو، هغه مهال ېې د ټاکنو ستونزه اواره کړه او ټاکنې پایلې ته ورسیدې. خو اوس به ولیدل شي چې بیا هم به د هیواد ټاکنیزه ستونزه د دغه امریکايي چارواکي په مټ اواره شي که نه؟