په ټاکنیز کړکیچ کې د جان کیري منځګړیتوب د دې لامل شو چې د افغانستان ټاکنیز بندون مات شي. جان کیري د جمعې په ورځ سهار وختي کابل ته راورسید او د هیواد له ولسمشر او د ولسمشرۍ له نوماندانو سره یې لیدنې تر سره کړې.
د دواړو نوماندانو او جان کیري تر منځ له خبرو اترو وروسته هغوی دې هوکړې ته ورسیدل چې په ټاکنو کې ټولې اچول شوې رایې بیا ځلې وڅیړل شي.
په ټاکنو کې د بریا نه وروسته د ملي یووالي حکومت جوړښت د هوکړې یوه بله برخه ده چې نوماندانو منلې.
دې امریکايي لوړپوړي چارواکي د ۲۰۰۹ کال د ټاکنیز کړکیچ په څیر یو ځل بیا هم د افغانستان ټاکنیز کړکیچ مات کړ.
نوموړي وویل، "د امریکا ولسمشر ویلي، چې دا زمونږ دنده نه ده چې څوک د افغانستان مشري کوي. او نه هم دا زمونږ واک دی. مونږ هیڅ یو نوماند نه ملاتړ نه دی کړی. په تیرو ورځو کې افغانستان له یو بندون سره مخ وو. د ټاکنو د مشروعیت د بیرته راژوندي کول لپاره دا د ټاکنیزو کمیسیونونو دنده ده چې د ټاکنو اړوند ټولې درغلۍ او تورونه وڅیړي."
هغه زیاته کړه چې، "دواړه نوماندان ژمن شول، چې ټاکنیزو تورونو او بې نظمیو ته د قانون سره سم رسونه وشي او افغانستان یو موټی وساتي او د بحران مخنوی وکړي."
عبدلله وویل چې په دوه، فني او سیاسي برخو کې هوکړې ته رسیدلي. هغه وویل چې د ټاکنو د ټولو رایو بیاڅیړنه یوې مودې ته اړتیا لري او له ولسمشره یې وغوښتل چې د نوي ولسمشر د لوړې د مراسم نیټه دې وځنډوي.
ټاکل شوې وه چې د لوړې مراسم د وړوکي اختر په پنځمه تر سره شي.
ښاغلي غني هم پخپلو خبرو کې وویل چې همدې هوکړې ته رسیدلی او هر څه چې د څیړنې پایلې وي دواړه نوماندان به یې ومني.
همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم له نړیوالو څارونکو وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د رایو بیا څیړنه له نږدې نه وڅاري.
د عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ هوکړه
• د ۱۰۰ سلنه رایو بیا څیړنه
• د نړیوالو څارونکو تر څار لاندې په لوړو نړیوالو معیارونو سره
• په کابل کې د بیا څیړنې تر سره کیدل
• د ایساف له لورې د رایو بکسو کابل ته راوړل
• د ایساف او افغان امنیتي ځواکونو له لورې په ګډه توګه د رایو د بکسو د امنیت ټنګښټ
• د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د نیټې ځنډ
• د دواړو نوماندانو له لورې د پایلو منل
• د وروستیو پایلو له اعلان نه وروسته د ملي یووالي د حکومت جوړښت