د یکشنبې په ورځ د تاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا په مشر، ضیا الق امرخیل په ټاکنو کې د درغلیو د لاس لرنې د تورونو د څیړنې په موخه یو پلاوی وټاکل شو. دا پلاوی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د کورنیو چارو وزارت لخوا ټاکل شوی، تر څو په امرخیل د کابل د پولیسو د مشر لخوا په ټاکنو کې د لاسوهنې تور په بشپړه توګه وڅیړي.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو کمشنر، سریر احمد برمک دا مني چې د دندو د داخلي اصولو پر بنسټ د دارلانشا برخه د کمیسیون له اجازې پرته هیڅ کار نشي کولای خو د دې په اړه چې آیا د پولیسو لخوا د ټاکنو د نیول شویو اړین توکي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې په ترڅ کې لیږل کیدل او کنه، څه ونه ویل.
سریراحمد برمک وایي، "د دواړو خواوو له لورې یو ریښتیا موندونکی پلاوی ټاکل شوی تر څو په دې اړه پلټنې وکړي، تر پرونه مو فکر کوو چې دا یواځې یوه غلط فهمي وي خو اوس دا پیښه د امنیتي ځواکونو له لورې جدي نیول شوې، او مجبور یو چې د پلټنې له لارې یې واضح کړو."
د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند د پوليسو د شنبې ورځې چلند سياسي او د ټاکنو په کار کې لاسوهنه بولي او د دې پيښې د جدي څيړلو غوښتونکی دی.
نور محمد نور وايي، "د قانون پر بنسټ امنیتي بنسټونه نشي کولای په سیاسي مسلو کې لاسوهنه وکړي. دا د امنیتي بنسټونو کار ندی. د ټاکنو تر سره کول، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کار دی، که چیرې کومې لاسوهنې کیږي، نو د دې لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون شته چې وې څیړي. امنیتي بنسټونه یواځې د امنیت د ټینګښت لپاره دي."
خو د کورنيو چارو وزارت وياند وايي پوليس د کورنيو چارو د وزير د حکم پربنسټ د ټاکنو د امنيت د ټينګښت ترڅنګ د درغليو د مخينوي مسووليت هم لري.
صدیق صدیقي په دې اړه وویل، "د ټاکنو په اړه د ملي پولیس کارونه تر دې دمه بې پرې ول، د کورنیو چارو د وزیر د لارښوونې په بنسټ مسولیت لري چې په تاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي."
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د کابل سروبي ولسوالۍ ته د ماسپښين په دريو بجو د ښاغلي امرخيل لخوا د ټاکنو د حساسو توکو ليږد او د کابل د پوليسو د قوماندان لخوا د هغې نيول د پوښتنې وړ بولي.
ښاغلی ایوب زاده وايي، "پخپله د ښاغلي امرخیل لخوا د ورځې په هغه وخت کې د اړینو ټاکنیزو توکو لیږد او همداراز په عینی وخت کې د پولیسو د مشر، جنرال ظاهر لخوا د دغې لیږدونې مخنیوی د پوښتنې وړ ده. دا کارونه یو غلط فهمي نشي کیدای او باید په کره توګه وڅیړل شي، کنه نو پرته له دې به په ټاکنو د خلکو باور له منځه لاړ شي."
د کابل د امنيې قوماندان ويلي ښاغلي امرخيل له پوليسو سره له همغږۍ پرته اړین ټاکنيز توکي له کميسيون څخه بهر ته ايستل چې پوليسو ددغه کار مخه ونيوله خو ضياالحق امرخيل دغه تورونه رد کړي دي او وايي ټاکل شوې وه دغه حساس ټاکنيز توکي په تيره بيا د رايو پاڼې دوو مرکزونو ته چې د رايو پاڼو له کمښت سره مخامخ و وليږدول شي.