د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، ددغه کمیسون له څیړنو وروسته به د نوماندانو په وروستي نوملړ کې بدلونونه راوستل شي. خو ځینو معترضو نوماندانو د ټاکنیزو شکایتونو د څیړلو په علني غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمیسون پر کارونو نیوکې وکړې.
دوی وايي، د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې د فني ستونزو له امله ددوی نومونه د نوماندانو له لومړي نوملړ څخه ویستل شوي دي. دا د پکتيکا، زابل، نورستان، خوست، بغلان او کندهار د ولايتي شوراګانو معترض کانديدان دي چې نومونه يې له لومړي نوملړ څخه ايستل شوي دي.
ډيری دغه معترض کانديدان وايي له دې امله چې د رايو د کاتونو شميرې په مالوماتي بانګ کې نه دي ثبت شوې نومونه يې د کانديدانو له لومړي نوملړ څخه ايستل شوي دي.
د ولایتي شورا معترضه نومانده، زر بي بي سلیمانخیل وايي:«کله چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ته راغلم، هغوی راته وویل چې ستا کارتونه د ټاکنو کمیسون په دیتابیس کې نه دي ثبت شوي، دا زما ګناه نه ده، دا د ټاکنو خپلواک کمیسون ګناه ده، ولې دا کارتونه په دیتابیس کې نه دي ثبت کړي ؟.»
د ولایتي شورا بل معترض نوماند، محمد داوود احساس وايي:«د ټاکنو خپلواک کمیسون لپاره دا ډیره د شرم خبره ده، هغو په دیتابیس کې د رایه ورکولو کارتونه نه دي ثبت کړي او اوس خلک ګرم بولي.»
له بلې خوا د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ویاند، نادر محسني وايي ښايي چې له څيړنو وروسته په لومړي نوملړ کې يو لړ بدلونونه رامنځته شي. د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي تراوسه ۴۰۰ معترضو کانديدانو خپل اعتراضونه او شکايتونه په علني غونډو کې مطرح کړي دي.
په علني توګه پرشکايتونو د غور بهير به د لړم د مياشتې تر اتلسمې پورې دوام وکړي خو يو شمير معترض کانديدان پر شکايتونو او اعتراضونو د غور لپاره وخت لږ ګڼي.