د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیسونونو بی پروایي د دی لامل شوې ترڅو د ولسمشرۍ ټاکنې له کړکیچ سره مخ شي. د ټاکنو یوشمیر څارونکي بنسټونه په دواړو انتخاباتي کمیسونونو نیوکه کوي چی ندي تواندلي خپل کارونه په روښانه ډول ترسره کړي او د ټولو قناعت حاصل کړي. د ټاکنو دغه څارونکي د ټاکنیزو کمیسونونو په جدي اصلاحاتو ټينګار کوي.
په هیواد کې د ټاکنیز بندون دوام اندیښنې زیاتې کړي چې حتی د دغه بندون د ماتیدو په موخه د امریکا لوړ پوړی چارواکی افغانستان ته راغی.
پرټاکنو یوشمیر څارونکي بنسټونه بندون ته د ټاکنو د ورتګ اصلي لامل د ټاکنیزو ادارو کم کاري او ناغیړي بولي او وايي که چیرې دغو ادارو هڅه کړې واي نو کولای ېې شول چې دا بندون ماتکړي.
د ډیموکراسي انټرنشنل بنسټ سلاکار، گریگوري مینجک وايي، "اړتیا ده چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اصلاحات رامنځته شي د دوه زره نهم او لسم میلادي کالونو راهیسې هغوۍ اوږده لاره ووهله،خو د یوه څارونکي په توګه زه په دې باور یم چې هغوۍ د زیاتو کارونو ترسره کیدو ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه په دې برخه او د وړتیاو په لوړولو کې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپله دنده ترسره کولی شي، خو دا کار ددغه کمیسیون له توانه او بیخ بنسټونو پورته دی، له دې امله کمیسیون زیاتو کسانو او زیاتو روزونکو ته اړتیا لري څو خپل کار په ښه تو ګه ترسره کړي."
د مدني ټولنې فعالان په دې باور دي چې قومي انګیرنې تر اوسه هم په شایسته سالارۍ واکمنې دي او همدا نظرونه د دې لامل شوي چې په مسلکي کسان د ټاکنیزو کمیسیونونو په مشرۍ کې ونه ټاکل شي او د هیواد ټاکنې له بندون سره مخامخ شي.
د مدني ټولنې فعاله حمیرا قادري وايي، "هغه کسان چې د دې کمیسیون په سر کې ګمارل شوي وو د پوهې او تخصص نه بلکې د اړیکو پر بنسټ ګمارل شوي وو."
د پلازمینې یوشمیر اوسیدونکي هم له دغو کمیسیونونو شکایت لري او وايي چې د دغو کمیسیونونو کم کارۍ او ناغیړۍ خلکوته ستونزې راپیدا کړي دي.
د علي احمد په نوم د کابل یو اوسیدونکې وايي، "ټاکنیزې ډلې د ټاکنو د بندون نه، بلکه د بندون لامل ټاکنیزو کمیسییونونه دي."
خلکو په دریو میاشتو کې دوه ځلې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړ څو خپل راتلونکی ولسمشر غوره کړي څو له ستونزو او ناخوالو خلاصون پیدا کړي.