طلوع نیوز سره د یوې ځانګړې مرکې په مهال، په کابل کې د امریکا سفیر وویل چې د ۱۰۰ سلنه رایو بیاڅیړنه به د دې هیواد ولسمشرۍ ټاکنو ته باور ور وبخښي.
په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله د ملګرو ملتونو له لورې د رایو د باطلیدو په برخه کې وړاندې شوې تګلاره وروستۍ بولي او وايي چې هغوی د دې تګلارې د پلي کیدو منونکي دي، خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې یاده تګلاره وروستۍ نه ده او هغوی په دې اړه له نړیوالو بنسټونو سره په خبرو اترو بوخت دي.
د امریکا سفیر طلوع نیوز سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال هیله مندي وښوده چې دا تګلاره به د دواړو ډلو لخوا ومنل شي او وايي چې د رایو بیاڅیړنه چې د دواړو نوماندانو په هوکړه تر سره کیږي، نړیوالو معیارونو سره سم پر مخ لاړ شي.
دې پوښتنې ته چې آیا نوماندان به د ټاکنو له بهیر نه بهر نشي، په کابل کې د امریکا سفیر، جیمز کنینګم وویل، "دا وړاندیز د هیڅ نوماند ۱۰۰ سلنه هیلې نه بشپړوي، خو دا تر ټولو شونی او غوره کار وو چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو تر سره کړ، تر څو له دې لارې د رایو د باطلیدو په اړه وروستۍ هوکړه وشي. مونږ خوښ یو چې دا کار پلي شوی، او د شنبې له ورځې به د بیاڅیړنې بهیر بیا پیل شي."
خو د دواړو ټاکنیزو ډلو تر منځ لا هم د دې تګلارې د پلي کیدو په اړه اختلافونه شتون لري.
د اشرف غني احمدزي ډله د ملګرو ملتونو د یادې تګلارې د پلي کیدو سره هیڅ ډول ستونزه نلري، او ژر تر ژره د دې لایحې د پلي کیدو غوښتونکې ده.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې دلې ویاند، طاهر زهیر وايي، "اوس چې ملګرو ملتونو معیارونه چمتو کړي زمونږ له لورې هیڅ ستونزه نشته، دا زمونږ سیاله ډله ده چې یو شمیر دلیلونه وړاندې کوي."
خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د رایو د باطلیدو تګلاره وروستۍ نه بولي او وايي هغوی په دې اړه له نړیوالو بنسټونو سره لاهم په خبرو اترو بوخت دي، تر څو د هغوی نظرونه په دې تګلاره کې ګډ کړای شي. هغوی وايي چې تر هغه دمه چې د هغوی نظرونه په پام کې ونه نیول شي دا تګلاره به پلي نشي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند، سید فاضل آقا سانچارکي وايي، "که چیرې د رایو د باطلیدو تګلاره تر شنبې وروستۍ نشي، دا شونې نه ده چې د بیاڅیړنې بهیر دې پیل شي، خو د رایو د باطلیدو بهیر پیل په شته تګلاره کې شونې نه ده. د رایو د باطلیدو بهیر باید له هغې تګلارې سره سم تر سره شي چې زمونږ نظرونو ته پکې پام شوی وي، پرته له دې دا مونږ په دې کې شکمن یو چې دا تګلاره به د ټاکنو روڼتیا تامین کړي."
له بله پلوه د امریکا سفیر وايي چې څوک ټاکنیزې ډلې یو کار ته نشي اړ کولای، دې ډلو پخپله په دې هوکړه وکړه چې ۱۰۰ سلنه رایې د بیا وڅیړل شي.
جیمز کنینګهم زیاتوي، "هیڅ څوک نشي کولای چې هغوی یو کار ته اړ کړي، هغوی د ۱۰۰ سلنه رایو په بیاڅیړنې هوکړه کړې، او هوکړه یې کړې چې د څیړنې پایلې به مني او په دې بهیر کې یې د ملګرو ملتونو له څار نه، چې دې بهیر ته د باور بخښنې یو ستر لامل بلل کیږي، ستاینه کړې."
ویل کیږي چې امریکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ غرمې نه مخکې هم له دواړو ټاکنیزو ډلو سره لیدنه درلوده، چې د هغوی نظرونه به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره ګډ کړي، داسې امکان شته چې یوه اونۍ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راشي، وبه لیدل شي چې د رایو د باطلیدو تګلاره به څه وخت پلي شي.