د زېږون نېټه: ۱۳۲۶
ولایت: کندوز
قوم: پښتون
ټاکنیزه ډله: سوله او اسلامي عدالت
ګلبدین حکمتیار یوه موده د کابل پولي تخنیک پوهنتون په انجینرۍ پوهنځۍ کې درس لوستی، خو د سیاسي فعالیتونو له پیل وروسته زدهکړو ته یې دوام ورنه شوی کړای. هغه په ۱۳۴۹ لمریز کال کې، «د مسلمانو ځواکونو ټولنې» غړیتوب ترلاسه کړ.
حکمتیار، په ۱۳۵۱لمریز کال کې د کابل پوهنتون د یوه زدهکړیال د وژلو په تور بندي شو او د محمد داوود خان له کودتا وروسته پاکستان ته ولاړ.
حکمتیار د ډاکټر نجیبالله د حکومت له پرځېدو وروسته د افغانستان لومړی وزیر شو، خو دغه مقام ته تر رسېدو موده وروسته په اویایمه لسیزه کې د کابل جګړې پیل شوې.
حکمتیار چې څو کاله مخې د افغان حکومت په وړاندې جنګېده، بالاخره په ۱۳۹۵ کال کې د سولې له بهیر سره یوځای شو. دا لومړی ځل دی چې هغه ځان ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندوي. د هغه ټاکنیزه ډله د افغانستان ترک توکمو څخه فضل الهادي وزین، د لومړي مرستیال او د تاجکو له قوم څخه حفیظالرحمن نقي د هغه دویم مرستیال دی.