د رایو د باطلیدو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې منل شوې تګلاره وروستۍ ده او د بدلون وړ نه ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د دې خبرې په کولو سره وايي چې یاده تګلاره د دواړو ټاکنیزو ډلو او د ټاکنو دخپلواک کمیسیون د فني برخو سره له دوو اونیو خبرو وروسته وروستۍ شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی، یان کوبیش دا تګلاره بشپړه او وروستۍ بولي او وايي چې په دې تګلاره کې د پاکو او ناپاکو رایو د بیلولو لپاره ټولو نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي، او همداراز د افغانستان قوانینو ته هم پکې پام شوی دی. ښاغلی یان کوبیش زیاتوي چې ډیر ژر به د ملګرو ملتونو یو کارپوه کابل ته راشي، او د رایو د باطلولو په برخه کې به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره همکاري وکړی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د دې تګلارې په پلي کیدو ټینګار کوي او وايي چې که له دې وروسته هم د ټاکنو د بیاڅیړنې په برخه کې د ټاکنیزو ډلو تر منځ اختلاف رامنځته شي، د رایو بیاڅیړنه به ونه ځنډیږي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، احمد یوسف نورستاني وايي، "د ولسمشرۍ نوماندان اړ دي چې دا تګلاره ومني او د رایو بیاڅیړنه به هم د شنبې په ورځ بیا پیل شي."
دا تګلاره چې د ملګرو ملتونو له لورې وړاندې په لاندې حالتونو کې به د رایو د باطلیدو سبب شي:
د پایلو په پاڼو د کمیسیون د ټاپې او د څارونکو د لاسلیک نشتون
په رایو پاڼو د یو شان نښو شتون
د یو نوماند په ګټه له شپږ سوه یا له شپږ سوو زیاتې رایو کاروونه
د پایلو پاڼو او د بکسو د رایو تر منځ د پایلو توپیر
د رایو د بکسو ماتیدنه
په بکسو کې د درغلیو د نښو لکه د اصلي بکسې نشتون او یا هم د رایو ورکوونکو د نوملړ نشتون
د دې تګلارې په بنسټ پورته حالتونه هغه ټکي دي چې د رایو د باطلیدو لامل کیږي.