د ولسمشرۍ احتمالي کاندید، هدایت امین ارسلا له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او دا موضوع باید په جدي توګه تعقیب شي.
ده له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې بهیر پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل، په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره دې جدي هڅې وشي. ارسلا خبردارۍ ورکوي، چې د بیا د آزادۍ، بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د اوسني نظام او نړیوالې ټولنې لاسته راوړنې باید ددغو خبرو قرباني نشي.
ښاغلي هدایت امین ارسلا وویل:«ډیر پرمختګونه شوي او دا پرمختګونه باید وساتل شي، د مثال په توګه د ښځو حقونه، په ټولنه کې د ښځې رول، د بیان آزادۍ نور او نور او ټول هغه څه چې په اساسي قانون کې تسحیل شوي دي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو یاد احتمالي نوماند وايي، چې د افغانستان د خود کفا کیدو لپاره باید کرنیزو حاصلاتو د ساتنې او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره باید اړینې آسانتیاوې برابرې شي. هغه وویل: «موږ باید هڅه وکړو چې د پانګوالو معقولې اندیښنو ته د هواري لار پیدا کړو.»
دده په وینا، د سوداګرو او پانګوالو ستونزو او اندیښنو ته دې جدي پاملرنه وشي، دا کار به له یوې خوا د هیواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او دغه راز ډیر پانګوال به په هیواد کې پانګونې ته وهڅوي.
ددغې مرکې د ژوندي بهیر د لیدلو لپاره دا ځای کیکاږۍ: