د ټاکنو خپلواک کمیسون راتلونکو ټاکنو ته د بشري حقونو د تر پښو لاندې کوونکو د لار موندنې په اړه د بشري حقونو د ملاتړو ادارو ریپوټونه مهم نه بولي. دا کمیسون وايي، دا د عدلي او قضايي ادارو څیړنه ده چې د بشري حقونو د نقض کوونکو دوسیې وڅېړي.
په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو د څیړنې کمیسون وايي، تر دې دمه کومې محکمې داسې حکم نه دی صادر کړی، چې له مخې یې د ولسمشرۍ کوم نوماند د بشري حقونو ترپښو لاندې کوونکی ثابت کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو او يا مرستيالانو په توګه د بشري حقونو د سرغړونکو او جګړه مارانو لاره موندلو له بشري حقونو دفاع کونکې ادارې انديښمنې کړې دي.
خو د ټاکنو خپلواک کميسيون کمیشنر، سریر احمد برمک وايي د نوموړي کميسيون کار د دغو کانديدانو پر دوسيو غور کول نه دي او ټاکنو ته د لارې موندلو مخنيوی د محکمې حکم ته اړتيا لري.
هغه وویل:«د بشري حقونو د ملاتړو او نورو ادارو ریپوټونه چې د بشري حقونو د نقض کوونکو په اړه یې خپاره کړې دي، د کمیسون له لیدلوري مهم نه دي، ځکه د ټاکنو کمیسون محکمه نه ده بلکې د کمیسون دنده د رڼو او سراسري ټاکنو ترسره کول دي.»
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې او د بشري حقونو کميسيون د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د لازياتې ځيرتيا غوښتنه کړې، خو د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون هم وايي د محکمې د حکم په نشتوالي کې دغه کميسيون هيڅ تصميم نشي نيولاي.
په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون منشي، نادر محسني وویل:«که چېرې د یو چا د جرم د اثبات لپاره ثبوت شتون ونلري، هغه د افغانستان د خلکو او له حقوقي اړخه بري الزمه دی او مجرم نه بلل کیږي.»
په هيواد کې د تاوتريخوالي او له بشري حقونو د سرغړونې د دوسيو د څيړلو په اړه د بشري حقونو د څار ادارې نوې څيړنې د دې ښودنه کوي چې د ولسمشرۍ يو شمير کانديدان او يا د هغوي مرستيالان له بشري حقونو څخه سرغړونکي دي او يا يې د تيرو دريو لسيزو په ډله ايزو وژنو کې لاس لرلی دی.