د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د وروستي نوملړ اعلانیدو ته تر یوې اونۍ لږه موده پاتې ده. خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو په اړه شکایتونه ښايي له وروستي نوملړ څخه د ځینو نوماندانو د ویستل کیدو لامل شي.
دا کمیسون د ټاکنیزو شکایتونو د څیړنې په وروستۍ اونې کې وايي، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو په نوملړ کې به پراخ بدلونونه رامنځته شي. د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون منشي، نادر محسني وايي، د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسون کې د فني ستونزو له امله ښايي ځینې معترض نوماندان وروستي نوملړ ته لار پیدا کړي.
نادر محسني وايي:«ښايي جرمي مسلې او د نوماندۍ د شرایطو پر اساس د هغو نوماندانو نومونه چې په لومړي نوملړ کې راغلي وو، د کاندیدانو له وروستي نوملړ څخه وویستل شي، د اړتیا په صورت کې به شکایتونه په علني توګه وڅیړل شي.»
هغه زیاتوي د ټاکنو خپلواک کمیسون په مالوماتي بانکې کې فني ستونزې او د ځینو رایه ورکولو کارتونو د شمیرو نه ثبت کیدل ښايي وروستي نوملړ ته د ویستل شویو نوماندانو د لارې موندې لامل شي.
ټاکل شوې ده، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو وروستۍ نوملړ د همدې میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه اعلان شي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون چارواکي وايي، هڅه به وکړي، چې د نوماندانو وروستۍ نوملړ پر ټاکلې نیټې اعلان کړي.