د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، په علني توګه د شکایتونو د څیړنې لپاره ټاکل شوې موده ډیره لږه ده. دغه بنسټ له ټاکنیزو شکایتونو کمیسون څخه غواړي، چې ویستل شویو نوماندانو ته دې د هغوی د اسنادو او اعتراضونو د وړاندې کولو لپاره ډیر وخت ورکړي.
له بلې خوا د مدني ټولنو یو شمیر ادارې هم د شکایتونو پر کمیسون نیوکه کوي. دوی وايي چې هر نوماند ته دې په ځانګړې توګه وخت ورکړل شي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویاند، فهیم نعیم په علني توګه د ټاکنيزو شکايتونو د مطرح کولو وخت او همداراز د ټاکنيزو شکايتونو لخوا پر دغو شکايتونو د غور وخت لږ ګڼي او وايي بايد معترضو کانديدانو ته لازيات وخت ورکړل شي.
فهیم نعیم وايي:«د حذف شویو نوماندانو د شکایتونو د څیړنې لپاره ځانګړې شوې موده کافي نه ده، باید هغوی ته ډیر وخت ورکړل شي.»
له بلې خوا د مدني ټولنې د ادارې یو غړی، میر احمد جوینده د ټاکنيزو شکايتونو له کميسيون څخه غواړي په ځانګړې توګه د کانديدانو پر شکايتونو غور وکړي.
له هغې وروسته چې د يکشنبې په ورځ په علني توګه پر ټاکنيزو شکايتونو غور پيل شو، د ټاکنيزو شکايتونو د څيړلو پر کار نيوکې زياتې شوې، تراوسه روښانه نه ده چې نوموړی کميسيون به دغو نيوکو ته څه ځواب ووايي.