د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون ریس وايي، چې په علني توګه د شکایتونو څیړنه د ټاکنو پر روڼوالي ښه اثر لرلی شي. د دغه کمیسون ریس د شکایتونو د څیړنې د دوهمې غونډې پر مهال د ټولو شکایتونو د څیړنې په اړه د دوی د هڅو خبر ورکړ.
په ننۍ غونډه کې د لوګر، وردګو او کابل د ولایتي شوراګانو معترضو نوماندانو هم په علني توګه خپل اعتراضونه وړندې کړل.
پرټاکنيزو شکايتونو او اعتراضونو غور دوام لري، د ولسمشرۍ د معترضو کانديدانو پرشکايتونو د غور په اړه له يوې علني غونډې وروسته دا ځل نوموړې ادارې د ولايتي شوراګانو د معترضو کانديدانو پرشکايتونو دغور لپاره بله علني غونډه جوړه کړه.
د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون ریس، عبدالستار سعادت وايي، چې نوموړې اداره به پرټولو شکايتونو غور وکړي. عبدالستار سعادت زیاتوي: «زه بارو لرم چې په علني توګه د شکایتونو څیړل د راتلونکو ټاکنو پر روڼوالي ښه اغیز لرلی شي، موږ به د شکایتونو په څیړنه کې خپله خپلواکي او بې پریتوب وساتو.»
دا د ولايتي شوراګانو هغه احتمالي کانديدان دي چې نومونه يې له لومړي نوملړ څخه ايستل شوي دي، دوي ادعا لري چې په سندونو کې يې هيڅ ستونزه نشته، خو روښانه نه ده چې نومونه يې په کوم لامل له لومړي نوملړ څخه ايستل شوي دي.
د ولایتي شوراګانو له لومړني نوملړ څخه ویستل شوی نوماند، محب الله رها وايي:«د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي چې زموږ ډیری کارتونه جعلي وو، که چیرې زموږ کارتونه جعلي وي، نو راتلونکې ټاکنې به هم قانوني نه ووسي.»
یو بل معترض نوماند، عبدالولي قاضي زاده وايي:«زموږ سره داسې اسناد شته چې په لومړني نوملړ کې داسې کسان شته چې نالوستي دي، خو زموږ نومونه له کوم دلیل پرته له لومړني نوملړ څخه ویستل شوي دي.»
۳۰۵۶ تنو ځانونه په ولايتي شوراګانو کې کانديدان کړي و چې له دې جملې ۳۲۳ تنه يې ښځې وې خو په لومړي نوملړ کې د ۲۷۰۴ تنو نومونه راغلي چې ۳۰۸ يې ميرمنې دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون به په علني توګه پر شکايتونو د غور کولو بهير ته د لړم مياشتې تر اتلسمې نيټې پورې دوام ورکړي خو د لړم له شلمې تر ۲۵ نيټې پورې به پردغو شکايتونو غور وروستی بڼه خپله کړي او ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو وروستۍ نوملړ د لړم دمياشتې په ۲۵ نيټه اعلان شي.