پخوانۍ جهادي قومندان او د ولسمشرۍ احتمالي نوماند، عبدالرب رسول سیاف وايي، ترهغه چې د طالبانو د جګړې اصلي لامل څرګند نه شي، له دغې ډلې سره هر ډول خبرې اترې به ګټه ونلري.
ښاغلي سیاف له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، تراوسه پورې د طالبانو د جګړې د دوام علت ورته ناڅرګند دی. هغه زیاتوي، له طالبانو سره د خبرو لپاره دده یواځینی کار به هغوی ته نصیحت کول وي. دغه جهادي مشر د ښځو د کار او زده کړې په اړه خپل لیدلوری له موږ سره شریک کړی دی.
دا جهادي مشر وايي چې نوموړی په هیواد کې د سولې د ژر راتلو غوښتونکی دی، خو د هغه لپاره د طالبانو لخوا د جګړې د دوام لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی. عبدالرب رسوب سیاف وايي:«په سراحت سره وایم، زه تراوسه پورې نه یم پوه شوی چې زموږ او طالبانو ترمنځ ستونزه په څه کې ده، زموږ ترمنځ د جګړې وړ لامل څه ده، که چیرې دا موضوع روښانه شي، بیا کولی شو پرې بحث وکړو.»
دا جهادي مشر د ښځو له پوهنې او روزنې سره مخالف نه دی، خو د ښځو د روزنې او پوهنې لپاره شرطونه لري. نوموړی زیاتوي:«کوم سوچ چې زه لرم او تل مو خلکو ته دا ویلي، ښایي خلک دا موضوع سمه درک نکړي، موږ غواړو ښځو ته د ښوونې، روزنې او کار سمه زمینه برابره کړو، ځکه د هغوی ابرو، عزت او شرف موږ ته ډیر اړین دي.»
د ولسمشرۍ دغه احتمالي نوماند وايي:«د دا ټولو موضوع ګانو او د ملي واکمنۍ په پام کې نیولو سره باید یوه حکیمانه پریکړه وکړي ترڅو د افغانستان ستونزې لږې کړي.»
د ولسمشریزو ټاکنو دا احتمالي کاندید د امنیتي هوکړه لیک د لاسلیک په اړه وايي چې په هر حالت کې به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په وړاندې یو لړ پوښتنې رامنځته شي، خو د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په برخه کې باید د هیواد د ستونزو د اوارۍ موضوع ته جدي پاملرنه وشي.
ددغې مرکې د لیدلو لپاره دغه ځای کیکاږۍ: