د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په یوې خبري غونډه کې د شنبې په ورځ وویل چې د سمون او همپالنې د ډلې لخوا د خپرو شویو خبرو په اړه، چې ادعا شوې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر، ښاغلي امرخیل دي، څیړنې پیل شوې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په یوې خبري غونډه کې د شنبې په ورځ وویل مخکې له هغه چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د داراالانشا رییس په اړه خپور شوي غږ د څیړلو په موخه غونډه جوړه شي باید تر هغه مخکې پر نورو موضوع ګانو هم خبرې وشي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادرمحسني وايي، "لومړی دا چې د ثبت سرچینه څه ده؟ چیرته ده؟ آیا دا سرچینه قانوني ده او کنه؟ دوهم دا چې هغه سرچینه چې دا غږ یې ثبت کړی وي باید قانوني سند لري او کنه؟ دریم دا چې خبر ورکوونکې دلته ډیر اړین دی، او وروستۍ پوښتنه هم دا چې دا سندونه په کوم وخت کې ثبت شوي دي."
په دې اړه د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غبرګون داسی دی.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی فاضل سانچارکي وايي، "که چیرې کمیسیون دا مني چې دا غږ د امرخیل دی، هغه ټولې بې نظمي چې هغه رامنځته کړې باید وڅیړل شي، او د دې قضیې جرمي اړخ دې د عدلي او قضایي بنسټونو لخوا وڅیړل شي. هر کله چې یوه ځانګړې محکمه رامنځته شي مونږ چمتو یو چې خپله سرچینه هغې محکمې ته معرفي کړو."
اخوا د دغه کمیسیون ویاند وايي چې د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د ولایتي دفترونو پایلې په رسمي لیک کې رد کړي دي. چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا لیک استیناف غوښتنه بولي او وايي چې ټول شکایتونه باید یوځل بیا په مرکز کې وڅیړل شي.
ښاغلی نادرمحسني وايي، "کله چې هغوی وايي چې زمونږ د ولایتي دفترونو پریکړې ورته د منلو وړ ندي، په دې مانا ده چې دا پریکړې باید وڅیړل شي. ځکه نو د ولایتي کمیسیونونو پریکړې به د سمون او همپالنې د غوښتنې سره سم په مرکز کې د ایستناف غوښتنې په توګه وڅیړي."
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د هر ډول لیک استول ردوي او وايي چې له ټاکنیزو کمیسیونو سره هیڅ ډول اړیکه نه لري.
که څه هم چې د شکایتونو د څیړنې کمیسیون وايي که چیرې د کاندیدانو لخوا د شویو شکایتونو استیناف غوښتنه زیات وخت ته اړتیا ولري د ټاکنو د وروستېو پایلو اعلان به وځنډول شي. اخوا د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي چې هغوۍ به اجازه ورنکړي چې د ټاکنو پایلې وځنډول شي.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی، معین مرستیال په دې اړه وايي، "که چیرې د ټاکنو پایلې یوه یا دوه ورځې وځنډیږي نو ستونزه نشته خو مونږ د ټاکنو د پایلو اعلان لپاره زیاتې مودې ته اړتیا نلرو، او نه غواړو چې دا کار ځند ومومي."
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د استیناف غوښتنې موده د پرله پسې رختصیو له امله د دوشنبې شپې تر دولسو بجو تمدید کړه.