د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې لخوا د شنبې په ورځ یو لړ نور ثبت شوې ټیلیفوني خبرې چې د شپږو دولتي چارواکو تر منځ شوې دي، رسنیو سره شریکې کړې.
د پکتیکا د والي، د پکتیکا د امنیې قومندان، د ولسی جرګې یو غړي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا د مشر، د ښاغلي امرخیل د سیکرټر، او د پکتیکا ولایت د ټاکنو د کمیسیون د مشر تر منځ ټیلیفوني خبرې شوې.
لومړۍ خبرې د پکتیکا د ټاکنو د کمیسیون ولایتي مشر او د ښاغلي امرخیل د سیکرټر تر منځ شوې دي. په کومو کې چې د ملي پوځ د قومندان لخوا د درغلیو او د رایو بکسو د ډکولو په اړه رسنیو ته د خبر ورکولو په اړه خبرې شوې. د کمیسیون ولایتي مشر وايي چې هغوی هڅه وکړه چې قومندان د پیسو په وسیله چپ کړي خو هغه یې وړاندیز ونه منل.
دوهمې ټیلیفوني خبرې، د ښاغلي امر خیل او د کمیسیون د ولایتي مشر دي.
په سره کې امرخیل د ملي پوځ د قومندان له لورې رسنیو سره د درغلیو د خبر شریکولو په اړه نا رضایتي څرګندوي، وروسته بیا د کمیسیون ولایتي مشر امرخیل ته وايي، چې قومندان د هغو خلکو چې ۲۰ صندوقونه یې په شپږ شپږ سوو رایو یانې په ټولیزه توګه ۱۲۰۰۰ رایو سره ډک کړي وو، یو انځور له ځانه سره لري، او غواړي چې د طلوع ټیلویزیون له لارې یې رسنیو سره شریک کړي. د ټاکنو کمیسون ولایتي مشر امرخیل ته مشوره ورکوي چې دوی به په یو خبري ناسته کې د ملي پوځ قومندان په درغلیو تورن کړي او وبه وايي چې قومندان سره د خپلو کسانو په درغلیو کې لاس درلود.
له دې اوریدو وروسته د پکتیکا والي له دې نظر سره خپل موافقت څرګندوي او وايي چې د ستونزې نه د وتو یواځینی لاره هم دا ده.
د یادو ټیلیفوني خبرو له خپرولو نه وروسته، ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د درغلیو په اړه خبرې وکړې، هغه وویل چې یواځې د یو کس لرې کیدل په ټاکنو کې د شویو درغلیو ته پای نشي ورکولای.
"زمونږ وړاندیز دا دی چې پاکې رایې د له ناپاکو نه بیلې شي، ځکه چې د ناپاکو رایو شمیره له پاکو نه زیاته ده. ستونزه دا ده چې د ناپاکو رایو شمیره ۲.۵ ملیونو ته رسیږي. کله چې دا ستونزه حل شي، مونږ به له ټاکنیزو کمیسیونونو سره خپلې اړیکې بیرته ټینګې کړو، او پایلې به ومنو."
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د ټاکنو لمړنۍ پایلې به د چهارشنبې په ورځ چې د چنګاښ له ۱۱ نیټې سره سمون خوري، اعلان کړي.