د ډاکتر عبداله ټاکنيزه ډله په يوه نوي غبرګون کې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د ټاکنو په دوهم پړاو کې په درغليو تورنوي او وايي داسې کميسيون چې په خپله يې په درغليو کې لاس لري څرنګه کولای شي ټاکنيزې درغلۍ وڅيړي.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ویاند، مجیب الرحمان رحیمي وايي، "د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پخپله د کړنلارې او لوړې په خلاف کار کوي، بې پرې نه دی، او په پلان شوي درغلیو کې برخه لري، نو بیا مونږ څنګه له هغوی نه د ټاکنیزو شکایتونو د څیړلو تمه ولرو."
له بلې خوا يو شمير کارپوهان وايي عبدالهش عبدالهه بايد د ټاکنو له دوهم پړاو څخه مخکې د یاد کمیسیون په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې وای.
د ټاکنیزو چارو کارپوه، امین الله شارق په دې اړه داسې وايي، "عبدالله عبدالله باید مخکې له دوهم پړاو د کمیسیون په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې واي."
دا يوازې د عبدالهو عبداله ټاکنيزې ډله نه ده چې د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون پرکارونو نيوکې لري بلکې يو شمير کارپوهان هم دغه کميسيون د ټاکنیزو شکايتونو په وړاندې په بې پامۍ تورنوي او وايي د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون غړي په دې نه دي توانيدلي چې په خپله کاري برخه کې خپل سياسي تمايلات يوې خوا ته کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر، فضل احمد معنوي وايي، "د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نا توانۍ د ټاکنو حالت لا کړکیچن کړ، د بیلا بیلو ډلو لخوا کمیسیون رامنځته شوی، او هر یو د یوې سیاسي ډلې سره شریک دی."
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي تراوسه د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون له کړنو خوښ دي او همداراز له ټاکنيزو کميسيونونو څخه هم غواړي خپل کارونه د هيواد د قوانينو پربنسټ ترسره کړي.
انتخاباتی اشرف غنی احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی، محمد صدیق پتمن په دې اړه داسې وايي، "مونږ په لومړي پړاو کې هم د ټاکنیزو شکایتونو پریکړه منلې وه او په راتلونکې کې به هم د دې کمیسیون پریکړه که چیرې له قوانینو سره سمه وي، ومنو."
د غبرګولي 24 د افغانانو لپاره برخليک ټاکونکې ورځ بلل شوې وه، خو ليدل کيږي چې وروستيو ټاکنيزو جنجالونو خلک د دغو ټاکنو له پايلو نهيلې کړي او د ټاکنيزو کميسيونونو د کار څرنګوالي له خلکو سره ډيرې پوښتنې راولاړې کړې دي.