د ولسمشرۍ یو شمېر کاندیدانو او د هغوی مرستیالانو د چهارشنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي د امنیتي تړون د ژر لاسلیکولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې کرزی د امنیتي تړون د برمته کولو حق نلري. دوی وویل، ولسمشر کرزی دې د خپلې کاري دورې په وروستیو میاشتو کې تېروتنه نکوي او د ولس له برخلیک سره دې لوبې نکوي.
د مشورتي لویې جرګې ریس صبغت الله مجددي له ولسمشر کرزي غوښتي امنیتي تړون سم لاسي لاسلیک کړي او له خپلو شخصي ګټو دې تېر شي.
د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند، ډاکټر عبدالله عبدالله وايي:«په داسې حال کې چې خلک د ولسمشر د روښانه پریکړې انتظار باسي، خو له بده مرغه هغه داسې حالت رامنځته کړی چې په ولس کې اندیښنې رامنځته کړې دي، ده په حقیقت کې ملي ګټې او سوله له ګواښ سره مخ کړې، هغه ددې مهمې مسلې د برمته کولو صلاحیت نلري، دی باید د جرګې د پریکړې درناوی وکړي، که چیرې ده ته د جرګې پریکړې اهمیت نه درلود، نو بیا ولې جرګه راوبلله.»
د ولسمشرۍ بل نوماند، هدایت امین ارسلا وویل:«دا موضوع باید ژر تر ژر حل شي، له بده مرغه اوس هم په هیواد کې د امریکایي سرتیرو شتون ته اړتیا شته ترڅو له اقتصادي او امنیتي پلوه پر پښو ودریږو، زما په آند ددې تړون لاسلیکول اړین دي او هیله من چې ولسمشر ډیر ژر دا کار ترسره کړي.»
د ولسمشرۍ د نوماندانو مرستیالان هم په دې اړه ورته نظرونه لري. د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړۍ مرستیال، حاجي محمد محقق وايي:«که چیرې دا تړون لاسلیک نشي او ټول امریکایي پوځیان له هیواده ووځي، دا کار به مثبت او منفي پایلې ولري، افغانستان به له امنیتي او اقتصادي پلوه فلج شي، پانګونې به صفر او افغانستان به پر یوه بدبخت هیواد بدل شي.»
د ډاکټر زلمي رسول دویمه مرستیاله، حبیبه سرابی وايي:«موږ ډیر اندیښمن یو که چیرې دا تړون لاسلیک نشي، نړیواله ټولنه ټولنه له به له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي چې دا به په هیواد کې ستر ناورین رامنځته کړي.»
مشورتي لويه جرګه د افغانستان او امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ د امنيتي تړون پر مسودې د بحث په موخه د لړم په دېرشمه په کابل کې جوړه شوې وه او څو ورځې وړاندې د يو پرېکړه ليک په صادرلو سره پاى ته ورسېده.
مشورتي لويې جرګې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون متن له يو لړ وړانديزونه سره تاييد کړ او وړانديز يې وکړ، چې دا سند دې د ۲۰۱۳ کال له پايه مخکې لاسليک شي. خو ولسمشر حامد کرزي دې جرګې ته په وينا کې د ياد سند د لاسليک لپاره شرطونه وړاندې کړل.
هغه وويل، چې دغه سند به هغه مهال لاسليک کړي، چې امريکا په افغانستان کې سوله ټينګه کړي، د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په رڼه ډول تر سره شي او امريکايان د افغانانو په کورونو ته د ننوتو حق ونه ولري.