د مدني ټولنې بنسټونه د ولسمشرۍ له کانديدانو غواړي ترڅو د کابل او واشنګټن د امنيتي تړون د لاسليک په اړه خپل ليدلوري ژر تر ژره اعلان کړي.
دغه بنسټونه وايي هغه کانديدان چې تراوسه پوري د امنيتي تړون د لاسليک په اړه خپل دريځ نه دی اعلان کړی، د هيواد د اوسني سياسي نظام ملاتړي دي.
دغه بنسټونه زياتوي چي په دې اړه هر ډول چوپتيا د هيواد راتلونکي ته خطرناکه دی. ويل کيږي چې د ولسمشرۍ يو شمېر کانديدانو تراوسه پورې د امنيتي تړون په اړه خپل نظر نه دی اعلان کړی.
د مدني ټولنې مجتمع د ولسمشریزو ټاکنو پر کاندیدانو په نیوکې سره وايي چې تر اوسه یوشمیر دغو کاندیدانو له واشنګتن سره د امنیتي تړون د لاسلیک په وړاندې روښانه دریځ ندی غوره کړی.
د دغه بنسټ رییس وايي هغو کاندیدانو چې تر اوسه د دغه تړون په وړاندې خپل دریځونه ندي روښانه کړي په یو ډول له اوسني نظام څخه ملاتړ کوي.
د یاد بنسټ ریس، عزیز الله رفیعي وویل:«کاندیدان باید ډیر ژر د امنیتي هوکړه لیک په تړاو خپل دریځ روښانه کړي.»
د مدني ټولنې بل غړي، اجمل بلوچ زاده وویل:«کاندیدان باید ډیر ژر خپل دریځ روښانه کړي، ددوی غلي پاتې کیدل به ډیر خطرناک ووسي، ځکه که چیرې بهرني ځواکونه له هیواده ووځي او د نړۍ مرستې بندې شي، دا به ډیرې ناوړه پایلې ولري.»
په همدې حال کې د کابل ښار یوشمیر اوسیدونکي د ولسمشریزو ټاکنو له کاندیدانو غواړي چې هر څومره ژر چې کیږي د امنیتي تړون په وړاندې باید خپل دریځ روښانه کړي.
ویل کیږي تر اوسه قیوم کرزي، اشرف غني احمدزي، زلمي رسول، عبدالرب رسول سیاف، سردارمحمد نادر نعیم په روښانه توګه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه خپل دریځونه ندي روښانه کړي.
که څه هم چې د کابل او اشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک په موخه مشورتي لویه جرګه هم د حکومت لخوا جوړه شوه خو بیا هم ولسمشر کرزي د دغه سند د لاسلیک په وړاندې امریکا ته نوي شرطونه مطرح کړل. پوښتنه داده چې آیا دا تړون به له دوه زره څوارلسم میلادي کاله مخکې د واشنګټن او کابل ترمنځ لاسیلک شي که نه؟