له لومړني نوملړ څخه د ولسمشرۍ د ۱۷ احتمالي نوماندانو ویستل کیدو له ځان سره نیوکې لرلې. د ولسمشرۍ له لوملړني نوملړ څخه ویستل شوي نوماندان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ټاکنو په بهیر کې د حکومت د لاسوهنې مخنیوی وکړي.
دوی زیاتوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسون د یوې دسیسې په اساس د دوی نومونه له لومړني نوملړه ویستلي دي. دوی ټینګار کوي، که چیرې د دوی پر سندونو جدي غور ونشي، خپلو مدني مبارزو ته به دوام ورکړي.
د ولسمشرۍ له لومړني نوملړ څخه ویستل شوی نوماند، داوود سلطان زوی وايي:«د ټاکنو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ د اولس احتمالي نوماندانو له خبرولو پرته له لومړني نوملړ څخه د هغوی نومونه وویستل، دا کار قانوني نه دی، موږ ته د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون څیړنې د قناعت وړ نه وې، باید د ویستل شویو نوماندانو سندونه په جدي توګه وڅیړل شي.»
د ولسمشرۍ بل معترض نوماند، احمد داور نادي وايي:«دا ستونزې د ټاکنو خپلواک کمیسون رامنځته کړې دي، دې کمیسون له سمې څیړنې پرته اولس احتمالي کاندیدان له لوملړني لړلیک څخه حذف کړل، دا کار د سراسري ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.»
د ولسمشرۍ بل معترض نوماند، حمید الله قادري وايي:«موږ به خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ټولې قانوني لارې وکاروو، حکومت او د ټاکنو کمیسون په هیواد کې د سراسري ټاکنو ترسره کیدل نه غواړي.»