په هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کمیسون ددفتر مسوولینو د چهارشبنې په ورځ وویل، په دغه اداره کې د ښځینه کارکوونکو د کمښت له امله د ښځو د نوم لیکنې کچه ټیټه ده
دوی وايي، چې ددغې ستونزې د هواري لپاره يې ډيرې هلې ځلې كړې دي، خو لا نه دي توانيدلي چې د ښځينه مامورينو شمير زیات او په مټ يې د ښځو د نوم ليكنې پروسه پراخه كړي.
دوى ددې ستونزې لاملونه پښتني دودونه بولي چې لوستې ښځې په دې برخه كې كاركولوته زړه نه ښه كوي اوله بلې خوا د ډاډمن امنيت نشتوالي هم پكې رول درلودلى دى.
د رایه ورکونکو د نوم لیکنې د دریم پړاو په پایته رسیدو سره د هلمند د ټاکنو د خپلواک کمیسون ریس، قدرت الله نقشبندي وايي، چې لږو ښځو د نوم لیکنې بهیر کې ونډه اخستې ده.
هغه وویل:«د نارینه وو په پرتله د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو شمیر لږ و، دې کار موږ اندیښمن کړي یو، که څه هم د نورو ولایتونو په پرتله په هلمند کې ډیرو ښځو د نوم لیکنه کړې ده.»
نوموړی وايي، چې د ښځینه کارکوونکو لږوالی، پښتني دودونه هغه لاملونه دي چې د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو پر ګډون منفي اغیزه کړې ده.
قدرت الله نقشبندی وايي:«له بده مرغه پښتني دودونه او د رایه ورکوونکو په مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو لږوالی د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو د ونډې نه اخیستو اصلي لاملونه دي.»
دا په داسې حال کې ده په کلیو او ولسوالیو کې د نوم لیکنې دریم پړاو یا ګرځنده بهیر د لړم د میاشتې په شلمه نیټه په رسمي توګه پای ته ورسیده. خو د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي په شرایطو برابر کسان کولی شي د ټاکنو له ترسره کیدو یوه اونۍ وړاندې د ولایتونو په مرکزونو کې ددغه کمیسون له مرکزونو څخه د رایه ورکونې کارتونه ترلاسه کړي.