په ټاکنو څارونکی بنسټونه وایی هغه ځوابونه چی دعبدالله عبدالله وړاندیزونو ته ورکړل شوی دی زیاتره په عمومی ډول دی او نه کیږی چی دغه شان د یوه کاندید اعتراضونو ته ځواب ورکړل شی. دغه بنسټونه وایی چی ټاکنیز کمیسونونه پدغه حساس پړاو کی باید لدغه کړکیچ څخه دوتلو لپاره ډیره کارونه ترلاس لاندی ونیسی.
د سمون او همپالنې ډلې غوښتنې په شپږو ټکو کې خلاصه شوې، چې کمیسیون هم دې ټکو ته خپل ځوابونه ورکړي دي.
د ښاغلي عبدالله لومړۍ غوښتنه دا ده چې د هیواد په هغو برخو کې چې نوماندان یې په اړه شک لري، بیاځلې ټاکنې تر سره شي، او د دې غوښتنې علت هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا د پخواني مشر لخوا د په لاره اچول شویو درغلۍ یادوي.
د زیاتو شویو، او احتیاطي محلونو رایې باطلول، کوم چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې رامنځته شوي وي، د عبدالله له دوهمې غوښتنې څخه دی.
خو دې دوو غوښتنو ته د کمیسیون لخوا د رد ځواب ورکړل شوی.
دریمه غوښتنه چې ښاغلي عبدالله کړې دا ده چې د دواړو نوماندانو د شکمنو محلونو رایې دې د نویو مفتشینو په شتون کې بیرته وڅیړل شي، خو کمیسیون د دې محلونو څیړنه د کمیسیون د شته وو مفتشیونو په موجودیت کې په کولو ټینګار کوي.
څلورمه غوښتنه هم د دارالانشا نوی مشر ټاکل دي، چې دا غوښتنه هم د وخت د کمښت له کبله رد شوې ده.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله په خپلې پنځمې غوښتنې کې غوښتنه کوي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په ټولو پریکړو کې دې د دواړو ډلو یو یو واکمنه استازی شتون ولري. چې کمیسیون هم د دواړو ډلو څارونکو ته هرکلی وايي، او ټینګار کوي چې د کمیسیون ټولې غونډې چې د ټاکنو د پایلو په اړه به خبرې کوي، د څارونکو او رسنیو په شتون کې به جوړې شي.
د عبدالله شپږمه او وروستۍ غوښتنه هم دا ده چې د ټاکنیزو شکایتونو څیړنه دې په یو نوي میکانیزم تر سره شي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې دا غوښتنه باید د ټاکینزو شکایتونو سره شریکه کړای شي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند، مجیب الرحمن رحیمي خپلې ډلې ته د کمیسیون د ځوابونو په اړه داسې وايي، "هغه ځواب پاڼه چې کمیسیون مونږ ته راستولې زمونږ ټولو غوښتنو ته یې د رد ځواب ورکړی. کله چې زمونږ مشروع غوښتنو ته د رد ځواب ورکړل شي نو پرته د اړیکو د پرې کولو نه مونږ سره بله لاره نه وه."
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د عبدالله عبدالله ټولو غوښتنو ته ځواب په اړه وايي چې هغه ټول د قانون پر بنسټ ورکړل شوي دي.
په دې اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وویل، "د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ټولو غوښتنو ته د قانون په اډانه کې مثبت ځواب ورکړل شوی دی."
خو په ټاکنو د څار ادارې وايي چې هم د عبدالله عبدالله غوښتنې او هم د ټاکنو د کمیسیون ځوابونو ډیر په ټولیز ډول او نشو یې کولای چې د کوم درد درمل شي.
د افغانستان د ټاکنو د څار د ادارې مشر، جانداد سپین غر وايي، "په داسې یو وخت کې د کمیسیون مسوولیتونه زیاتیږي او باید د نوماندانو د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د ټاکنو د بهیر په لا زیاته روڼتیا کې ګامونه واخلي."
د ټاکنو څارونکې ادارې وايي چې کمیسیون باید پاکې رایې له ناپاکو رایو څخه بیلې کړي او د ټولو قناعت تر لاسه کړي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر، نعیم ایوب زاده وايي، "دا د کمیسیون له دندو څخه ده چې له ټولو اړخونو سره پرانیستې ناستې ولري او باید مالوم شي چې څوک ګناهګار دی او څوک په حق دی؟"
د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې وروسته له هغه له ټاکنیزو کمیسیونونو سره خپلې اړیکې پرې کړې چې د هغوی غوښتنو ته ورکړل شویو ځوابونو یې قناعت تر لاسه نه کړ.