د ولسمشری نوماند، اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په شپه په یوه خبري غونډې کې د د ټاکنو د بهیر د لا زیات روڼتیا لپاره، د پایلو د اعلان د ځنډولو نه هر کلی وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې له دې نه وروسته باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهال ویش سره سم پر مخ ولاړ شي تر څو د ټاکنو په بهیر کې له دې زیات ځنډ رانشي.
همداراز ښاغلي اشرف غني په دې هم ټینګار وکړ چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم هم ونه ځنډول شي.
ښاغلي غني دا روښانه کړه چې د کمیسیون د پریکړې تر شا کوم دولتي یا نړیوال فشار نه وو او زیاته یې کړه چې د هغه ډله د دې پریکړې درناوی کوي.
ښاغلي غني وویل، "د افغانستان وګړي او نړیواله ټولنه په دې ټینګار کوي چې چې د ټاکنو بهیر دې د مهال ویش سره سم پر مخ لاړ شي، خو په ټاکنو کې د لا زیات روڼوالي لپاره د هر ډول ځنډ مونږ ته د منلو وړ دی."
له بله پلوه ښاغلي احمدزي دا روښانه کړه چې هیڅ کله به هم د یو سهامي شرکت په بڼه یو حکومت جوړ نکړي. که څه هم ښاغلي احمدزی د هغه او عبدالله تر منځ د ملګرو ملتونو منځګړیتوب ته اړتیا نه بولي خو وايي چې لومړی باید د دې کتنې موخې روښانه شي.
ښاغلي اشرف غني احمدزي وویل، "عمده مسله دا ده چې هغوی باید پریږدي چې افغانان په خپل منځ کې سره کښیني، خو که ښاغلي عبدالله د نړیوالې ټولنې د شتون غوښتونکی وي نو دا کومه ستونزه نه ده. خو د کتنې موخه باید مخکې له مخکې نه روښانه وي."
ښاغلي غني له عبدالله عبدالله نه غواړي چې له ټاکنیز بهیر سره بیرته یوځای شي. هغه وايي چې د افغانستان سیاسي رهبران مسوولیت لري چې د افغانستان د ټیکاو لپاره هڅې وکړي او د ټاکنو پایلو ته درناوی وکړي.