د ولسمشرۍ ټاکنو یو کانديد داود سلطانزوی د امنيت راوستل او د بيوزلۍ له منځه وړل د افغانستان د ستونزو په هواري کې ډير ګټور بولي.
ښاغلی سلطانزوی وايي افغانستان د يوه پياوړي مشر په درلودو کې د ښه اقتصاد خاوند کيدای شي. ښاغلی سلطانزوی همدارنګه د هيواد کانونه د اقتصاد په وده کې مهم بولي.
هغه وايي د هيواد ځان بسياينې او سوکالۍ ته رسيدل، د کانونو او کرنې برخو پاملرنې ته اړتيا ده.
داوود سلطان زوی زیاته کړه:«باید د کانونو او کرنې برخو ته پاملرنه وشي، موږ باید خپلو کانونو ته په داسې ډول پراختیا ورکړو چې په دغه پراختیا کې خپله افغانان شریک ووسي، باید افغاني پانګونه وشي او دا بهیر باید شفاف ووسي ترڅو زموږ کانونه د افریقا په شان لوټ تالان نشي.»
ښاغلی سلطان زوي وايي بايد د افغان ځواکونو د قربانيو ستاينه وشي او له ترهګرۍ او د هيواد له دښمنانو سره د مبارزې لپاره دغو ځواکونو ته روحيه ورکړل شي.
ده زیاته کړه:«زه په آند افغانستان د ترهګرۍ او سړې جرګې قرباني دی، د دا دا نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې موږ سره تړونونه ولري ترڅو افغانستان خپل امنیت او ثبات ټینګ کړي او ځان بسیا شي.»
د سولې د خبرو دوام، د پوهنې برخې ته پاملرنه او د کرنيزو او ترانسپورتي برخو د ظرفيتونو لوړول هم د ولسمشرۍ ددغه کانديد له نورو پروګرامونو څخه بلل شوي دي.