د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په اړه د ثبت شویو شکایتونو د څیړنې بهیر په علني ډول پیلوي.
دوی وايي، د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو، بشري حقونو، رسنیو استازي او ملي او نړیوال څارونکي به ددغه بهیر څارنه هم کوي.
تردې دمه د ټاکنو خپلواک کمیسون په پنځه ویشت ولایتونو کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو په اړه ۶۵۰ ثبت شوي شکایتونه او اعتراضونه په مرکز کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ته لیږدولي دي. ویل کیږي چې ۲۷ شکایتونه د ولسمشرۍ د نوماندانو په اړه دي.
د ټاکنیزو شکایتو د کمیسون ویاند، نادرمحسنی وايي:«په اوسنیو ټاکنو کې شکایتونه په علني ډول څیړل کیږي، دا په تیرو ټاکنو کې د شکایتونو د څیړنې بهیر سره لوی توپير ښيي، د رسنیو مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو، د ملي او نړیوالو څارونکو استازي کولي شي په د کمیسون په تالار کې حضور ولري.»
د ټاکنو خپلواک کمیسون ویاند، نور محمد نور وايي:«د ټاکنو کمیسون له ولایتي دفترونو څخه مرکز ته د ثبت شویو شکایتونو او اعتراضونو د لیږد بهیر دوام لري، د دې کار لومړی بهیر بشپړ شوی دی، خو هغه شکایتونه چې په دې وروستیو ورځو کې په ولایتونو کې ثبت شوي تراوسه پورې مرکز ته راوړل شوي نه دي.»