له زندان څخه د ترهګرو خوشي کيدل او همدارنګه د بيګناه کسانو بندي کول د ترهګرۍ په وړاندي د افغان ځواکونو روحيه خرابوي. د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي کانديد عبدالله عبدالله له طلوع نيوز سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل که د افغان ځواکونو د وړتياوو لوړيدو او همدارنګه سرښيندنې ته پام ونشي، افغانستان به د اوږده مهال لپاره د بهرنيو ځواکونو د پاتې کيدو مهتاج وي.
نوموړی همدارنګه د افغانستان د بهرني سياست پر تعادل ټينګار کوي. د هيواد له زندانونو څخه د ترهګرو خوشي کيدل او له ترهګرو ډلو سره د دوي بيا يو ځاي کيدل په ځلونو له نيوکو سره مخامخ شوي دي، دا ځل د ولسمشرۍ احتمالي کانديد عبداله عبداله وايي له زندانونو څخه د زرګونه جنايتکارانو خوشي کيدل به د دې لامل شي چې افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې په لازمه توګه هڅې ونکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وايي:«په زندانونو کې د زرګونو بې ګناه کسانو شتون او د زرګونو جنایت کارانو آزادول او په ټولنه کې د هغوی شتون له ترهګرۍ سره د مبارزې انګیزه له منځه وړي.»
ښاغلی عبداله زياتوي ترهغه وخته چې د افغانستان په بهرني سياست کې بدلون رانشي ګاونډي هيوادونه په تيره بيا ايران او پاکستان به په هيواد کې د بهرنيو ځواکونو د اوږدمهاله شتون په اړه انديښمن وي.
هغه زیاته کړه:«له بده مرغه د افغانستان په بهرني سیاست کې تعادل نشته او نه پخوا و، ددغې نیمګړتیا رفع کول اړین دي، له بلې خوا د دښمن دوست او دښمن روښانه تعریف شتون نلري، نو په داسې حالاتو کې ګاونډي هیوادونه هم د انديښنې لرلو حق لري.»
د ولسمشرۍ دغه احتمالي کانديد له هغو کسانو سره د پخلاينې غوښتنه چې سوله نه غواړي او تل بې ګناه خلک وژني بې مانا بولي او وايي بايد ددغه راز کسانو د له منځه وړلو لپاره ټول په ګډه مبارزه وکړي.
په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې په وروستيو کلونو کې د افغان حکومت له مهمو پروګرامونو څخه بلل کيږي، خو ليدل کيږي چې دغه هڅې هر ځل د طالبانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي. طالبانو په ځلونو د سولې دخبرو لپاره د افغان حکومت غوښتنه رد کړې او ويلي يي دي چې د دوي د خبرو لوری به يوازې امريکا وي. ددغې مرکې د لیدو لپاره دغه ځای کیکاږۍ: