د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند، ګل آغا شیرزي طلوع نیوز ته وویل، که چیرې امنیتي تړون د امریکا او افغانستان ګټې خوندي کړای شي، لاسلیکیدل یې د هیواد په ګټه دي.
د ولسمشرۍ د ټاکنو دې احتمالي نوماند له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، افغان حکومت په هیواد کې د جګړې پای ته رسولو او د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
ده وویل، که چیرې په ټاکنو کې بریالی شي، له اداري فساد سره مبارزه، د قانون واکمني او وړ کسانو ته د کار سپارل به یې کاري لومړیتوبونه وي. ښاغلی شیرزی وايي، افغانستان د اوسني کړکیچ څخه د وتلو، د بهرنیو مداخلو د مخنیوي لپاره د نړۍ مرستې ته اړ دی.
گل آغا شیرزی وايي:«موږ د بهرنیانو د لاسوهنې سره مخامخ یو، په هیواد کې جګړه ده، د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره باید د بهرنیانو د لاسوهنې مخنیوی وکړو او نړیوال باید زموږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي.»
ده د حاکم ټیم تر منځ د همغږۍ شتون اغیزمن بولي او زیاتوي، که د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شي، یوه ښه اداره به جوړه کړي.
ګل آغا شیرزی وايي:«تر ټولو دمخه زه به یوه ښه اداره یو ښه کاري ټیم جوړ کړم، د یوه ښه ټیم په لرلو سره به د الله په مرسته زه وکولی شم ښه کار وکړم، که چیرې زما مرستیالان له ما سره مرسته ونکړي، یوه ورځ به هم راسره تیره نکړي.»
له بلې خوا دی وايي، د سولې د راوستلو هڅې باید دوام وکړي. دده په وینا، د سولې عالي شورا باید یوه بې پرې اداره پاتې شي او روڼ آندي، د هیواد مشران او ددغې شورا غړي باید په دغه شورا کې رول ولري.