په هیواد کې د اداري فساد د لمنځه وړلو لپاره د سیاسي ارادې نشتوالی ددغې پدیدې د زیاتوالي لامل شوی دی. د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې په ورځ ددغې مطلب په بیانولو سره وویل، چې په هیواد کې د اداري فساد زیاتوالي د نړیوالو مرستو د کمېدو لامل شوی دی.
خو ځینې نور نوماندان ټینګار کوي، چې اداري فساد خپل اوج ته رسیدلی او په هیواد کې داسې اداره نشته چې فساد په کې نه وي. د دسمبر نهمه نيټه له اداري فساد سره د مبارزې له ورځې سره برابره ده.
دغه ورځ په داسې حال کې په هيواد کې لمانځل کيږي چې د نړۍ د روڼتيا ادارې، افغانستان د نړۍ د فاسدو هيوادنو په نوملړ کې شامل کړی دی.
د ولسمشرۍ یو نوماند، قطب الدین هلال وویل: «په زرګونه جریبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي، په پارلمان کې هم پر دغې موضوع بحثونه کېږي، خو له هیچا څخه څېړنې نه کېږي، بانکونه غلا کېږي خو وروسته حکومت اړ کېږي چې د هغې د سب سایډې لپاره یو میلیارد ډالر ورکړي، خو غله دا پیسې له ځانه سره وړي او له هیچا پوښتنه نه کېږي، دا یو ښکاره او روښانه فساد دی.»
بلخوا د ولسمشرۍ يو شمير نور کانديدان وايي په هيواد کې د اداري فساد زياتوالی د مرستو د کمښت، اقتصادي کړکيچ او وزګارۍ د کچې د زياتوالي لامل شوی دی.
د ولسمشرۍ بل نوماند، اشرف غني احمدزی وايي:«پنځه اویا سلنه غیرې قانوني دی، د ځمکو چور پر یوې سراسرې ښکارندې بدل شوی دی، د نړۍ مرستې بندې شوې دي، موږ له سراسري اقتصادي ناورین سره لاس او ګریوان یو، له بلې خوا زرګونه کسان د وزګاریدو په حال کې دي.»
د ولسمشرۍ دغه کاندیدان وايي پر ادارو د مسوولينو نه څارنه، په معاشونو کې توپير، د معافيت کلتور، سزا نه ورکول او همداراز د امنيت نشتوالی په هيواد کې د فساد اساسي لاملونه دي.
دغه غونډه چې له اداري فساد سره د مبارزې د پارلماني ډلې او د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې د افغان اتحاد لخوا جوړه شوې وه د نوموړې ناستې په پاي کې يو پريکړه ليک صادر شو او په هغې کې په فساد د ککړو کسانو په وړاندې پر قانوني چلند، د فساد په وړاندې د مبارزې د قانون پر تصويب، د حساب ورکولو د کلتور پر بنسټيزه کولو او پر ټولو په يو شان د قانون پر پلي کيدو ټينګار وشو.
له بلې خوا د افغانستان د روڼتيا اداره د هيواد په ولايتونو کې د نوموړې ادارې له ځايي څارونکو د فساد په وړاندې د مبارزې له امله هرکلی کوي.