د ولسمشرۍ احتمالي نوماند، عبدالرحیم وردګ وايي، چې په هيواد کې د فساد د مخنيوي لپاره بايد د دولت ټول اداري کارونه په نوې ټينګالوژۍ سمبال شي.
ښاغلي عبدالرحیم وردګ له طلوع نيوز سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په ټاکنو کې د برياليتوب په صورت کې به په فساد کې ښکیل ټول لوړپوړي چارواکي محاکمه کړي.
نوموړي خبردارۍ ورکوي که چيرې د دولت وسلوال مخالفين د سولې خبرو اترو لپاره چمتو نشي دغه ډله به وټکوي. د ټاکنو د ترسره کیدو د ورځې په رانیږدې کیدو سره، کاندیدان هم هڅه کوي چې خپل پروګرامونه خلکو ته واوروي.
د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي کاندید عبدالرحیم وردګ له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د فساد شتون د دغه هیواد نړیوال حیثیت زیانمن کړی دی.
ښاغلی وردک زیاتوي چې په ټاکنو کې د بریا په صورت کې به د فساد په وړاندي جدي مبارزه وکړي. عبدالرحیم وردګ وايي:«بیروکراتیک بهیرونه باید ساده شي، د اداري فساد د مخنیوي او دغې ښکارندې د کچې د کمولو لپاره باید ټولې دولتي چارې په الکټرونیکي ټیکنالوژۍ سمبال شي.»
ښاغلی وردګ په هیواد کې د سولې د خبرو په اړه له هڅو یادونه کوي او زیاتوي چې په هیواد کې د سولې راتګ لپاره قربانۍ ته چمتو دی. عبدالرحیم وردګ وايي:«موږ ددغې موخې ترلاسه کولو لپاره قربانۍ ته تیار یو، خو د سولې لپاره هیڅ ډول نه تسلیم کیږو.»
ویل کیږي چې د ولسمشریزو ټاکنو دا کاندید په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د دولت ضد وسله والو ډلو په ځلونو د سولې خبرو بلنه رد کړې ده. له ښاغلي عبدالرحیم وردګ سره د ځانګړۍ مرکې د لیدلو لپاره دغه ځای کیکاږۍ: