د هیواد په شمال کې د مدني ټولنو یو شمېر فعالین وايي، چې حکومت باید په ټاکنو کې د زورواکو د لاسوهنې مخنیوي وکړي او دغه راز پرینږدي چې ټاکنې قومي رنګ او بوی واخلي.
د هیواد په شمال کې د مدني ټولنو یو شمېر فعالین ددغه مطلب په بیانولو سره وايي، چې یو شمېر زورواکي خلکو ته ګواښونه کوي چې ددوی د خوښې وړ کاندیدانو ته رایه ورکړي. دوی خبردارۍ ورکوي، که چیرې ددغو کسانو مخنیوی ونشي، د انتخاباتو روڼتیا به تر پوښتنې لاندې راشي.
په مزارشريف ښار کې د مدني ټولنې يو شمير غړو په يوه غونډه کې د ټاکنو په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې د ټيټوالي، د نارينه وو د نظر وړ کانديد ته په رايې ورکولو د ميرمنو د اړايستلو او امنيتي ګواښونو په اړه انديښنه څرګنده کړه. د مدني ټولنې غړي د ټاکنو د امنيت د ساتلو، د زورواکو د نفوذ د مخنيوي او په انتخاباتو کې له توپيري چلند څخه د ډډې کولو غوښتونکي شول.
د مدني ټولنې یوه فعال، راز محمد دلیلي وویل:«په ټاکنو کې د زورواکو لاسوهنه د خلکو په منځ کې ترټولو ستره اندیښنه ده، له بلې خوا کاندیدان د ژبنیو او قومي توپیرونو په اساس خلک په ټاکنو کې ګډون کولو ته هڅوي.»
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو ونډه هم اغيزمنه بلل شوې خو د مدني ټولنې فعالين ټينګار کوي چې بايد خلکو په تيره بيا ميرمنو ته د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پلی شي.
د هیواد په شمال کې د مدني ټولنې یوه بله فعال، ملالی عثماني وايي:«د یوې ښځې په توګه زما اندیښنه داده چې د ښځو یوه ستره برخه د خپلو نارینه وو لخوا اړ ایستل کیږي چې ددوی د خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي، په دې معنی چې ښځې په دې برخه کې استقلالیت نلري.»
د مدني ټولنې بله یوه فعاله، آرزو سادات وايي:«ډیری ښځې د نارینه وو په لارښونه عمل کوي حتی لوستې کسان هم له دې کار څخه بچ نه دي، نارینه ښځې اړ کوي چې کومو کسانو ته رایه ورکړي.»
په هيواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته څه د پاسه څلورمياشتې پاتې دي خو امنيتي ګواښونه او د رايو د مرکزونو ليرې والی د دغو انتخاباتو په وړاندې اصلي ننګونې بلل کيږي، روښانه نه ده چې اړونده مسوولين به ددغو ستونزو د اواري لپاره څه تابياوې غوره کړي.