د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو احتمالي نوماند، ډاکټر عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ کې ولیدل.
ښاغلی عبدالله وايي، چې ده له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل د ولسمشرۍ د ټاکنو، د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو د کمیسونونو د خپلواکۍ د ساتلو لپاره جدي هڅې وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله طلوع نیوز ته وویل:«دا لیده کاته زموږ د غوښتنې په اساس ترسره شول، زماه سره ښاغلی اینجنر صاحب محمد خان او استاد محقق هم مله و، موږ غوښتل چې ولسمشر سره د راتلونکو ټاکنو او اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې، ولسمشر هم زما د دریځ تود هرکلی وکړ او یادونه یې وکړه چې دی به د هیڅ نوماند ملاتړ نه کوي او ټولو دولتي ادارو ته به لارښوونه وکړي چې په دې اړه خپله بې طرفي وساتي.»