د ولسمشرۍ احتمالي نوماند، زلمی رسول وايي، که چیرې په ټاکنو کې بریالی شي، د حکومت په لومړیو سلو ورځو کې به په عدلي او قضايي ادارو کې د فساد په اړه پر ټولو دوسیو غور وکړي.
ښاغلي رسول له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له ټاکنو وروسته به د سولې بهیر هم وارزوي او د پرمختګونو، نیمګړتیاوو او دغه راز په دې اړه د پاکستان د رول په پام کې نیولو سره د به سولې هڅو ته دوام ورکړي.
زلمی رسول وايي:«په لومړیو سلو ورځو کې به د خپل حکومت د اساسي ټکو تګلاره جوړه او د تصویب لپاره به پارلمان ته واستوم، ددې ترڅنګ نورې پروګرامونه هم لرم، په عدلي او قضايي ادارو کې د فساد پر ټولو دوسیو به غور وکړم او پایله به یې خلکو ته اعلان کړم، که چیرې اړتیا وه، ځانګړې محکمه به هم جوړه کړم.»
ښاغلي رسول امنیت، اقتصاد، ټولنیزې موضوع ګانې او بهرنۍ سیاست خپل اساسي ټکي بولي او زیاتوي چې سوله یې هم په کاري لومړیتوبونو کې ده. زلمی رسول وايي:«په دغو سلو ورځو کې د سولې په اړه کارونه هم زما په کاري پرواګرامونو کې دي، موږ به تر ټاکنو پورې صبر وکړو، له ټاکنو وروسته به دا بهیر هم و ارزوو، یعنې په دې به سوچ وکړو چې څه کارونه ترسره شوي او کوم کارونه پاتې دي، ددغو ټولو ارزونو او د پاکستان د رول په پام کې نیولو سره چې دا هیواد زموږ لپاره څه کار کولی شي، به د سولې هڅو ته دوام وکړو.»
نوموړی د هیواد پر بهرني سیاست ټینګار کوي چې په وینا یې د افغانستان اړیکې دې د نړۍ په تیره بیا د سیمې له هیوادونو سره وساتل شي ترڅو هیواد یو ځل بیا له نړۍ څخه ګوښه پاتې شي.